د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

یوناما: نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۳میاشتو کې۸۰۰ قاچاقچیان نیولي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما په خپل تازه راپور کې د نشه‎يي موادو په برخه کې د دې هېواد لاسته راوړنو ته اشاره کړې ده.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ۲۰۱۷ روان میلادي کال د جون له لومړۍ نېټې نيولې او بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۶ نېټې پورې، ۸۰۷ قاچاق وړونکي او تر ۴۸ ټنو زیات نشه‎يي مواد نیولي دي.

په دې راپور کې د نشه‎يي موادو په برخه کې سیمه‎ییزې همکارۍ ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې دې موده کې له افغانستان سره د سیمې هېوادونو همکاري کړې ده.

خو د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند احمد خالد مؤحد وايي چې د سیمې هېوادونه له نشه‎يي موادو سره مبارزه يوازې د خپلو هدفونو او ملي ګټو په چوکاټ کې تعریفوي.

ښاغلی مؤحد زیاتوي:

"نشه‎يي موادو سره د مبارزې برخه کې له بده مرغه چې ګاونډيان او د سیمې هېوادونه له نشه‎يي موادو سره مبارزه يوازې د خپلو هدفونو او ملي ګټو په چوکاټ کې تعریفوي. سره له دې چې د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ توافق شوی او افغان پولیس د سیمې هېوادونو له پولیسو سره همکاري کوي، خو له بده مرغه چې دا همکاري یو اړخېزه ده."

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغان چارواکو څو ځله د سیمې هېوادونو، تېره بيا د ګاونډیو هېوادونو د نه همکارۍ له امله څو واره شکایت کړی دی.

څه موده مخکې د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت اعلان وکړ چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې پر یوه سیمه‎ییزه سټراټیژۍ کار کوي چې په نتيجه کې به يې د سیمې په کچه له نشه‎يي موادو سره مبارزه ګړندۍ او منظمه شي.

موږ هڅه وکړه چې د یوناما د راپور په برخه کې د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت نظر واخلو، خو له ټولو هڅو سره-سره بیا هم د دې په نظر اخېستلو کې بريالي نه شو.

له بلې‎خوا د مشرانو جرګې د دفاع او داخلي امنیت کمېسیون رئيس محمد هاشم الکوزی وايي چې د سیمې هېوادونه له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له حکومت سره لازمه همکاري نه‎کوي.

د ده په باور له ګاونډیو هېوادونو سره خلاصې پولې، په تېره بيا له پاکستان او ایران سره او له دې هېوادونو اروپا ته د نشه‎يي موادو د قاچاق وړونکو ازاد تګ راتګ د کوکنارو کښت او په افغانستان کې د نشه‎يي موادو تولید ته زمینه برابره کړې ده.

د مشرانو جرګې د دفاع او داخلي امنیت کمېسیون رئيس محمد هاشم الکوزی
د مشرانو جرګې د دفاع او داخلي امنیت کمېسیون رئيس محمد هاشم الکوزی

الکوزي زیاته کړه:

"ایران ،تاجکستان او نور هېوادونه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، باید اجازه ور نه‎کړي چې نشه‎يي مواد د دوی له پولو څخه تېر شي. که دا هېوادونه د نشه‎يي موادو قاچاق ته اجازه ور نه‎کړي، افغان بزګر به هېڅ عاید په لاس را نه وړي او بيا به کوکنار نه کري."

دغه ډول ښاغلی الکوزی زیاتوي: ترڅو چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه له نشه‎يي موادو سره په ريښتيني او عمل ډول مبارزه و نه‎کړي او افغان بزګرو ته د کوکنارو د کښت زمینه برابره نه‎کړي، له نشه‎يي موادو سره مبارزه به مثبته نتیجه و نه‎لري.

راپور : عباد الله حنانزی

XS
SM
MD
LG