د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د ملي وحدت حکومت ۳ کلنې لاسته راوړنې


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ملي یووالي حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې لاسته راوړنې لري او په پرمختګونه په کې شوي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ۴۰ فیصده خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او امنیتي ګواښونه هم د سوداګرۍ او پانګونې د لارې خنډونه یادېږي، د ملي یووالي حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګرۍ او اقتصاد دودې په برخه کې، خپلې لاسته راوړنې اغېزمنې ګڼي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د د فتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، افغان حکومت په تېرو درېیو کلونو کې، د اقتصاد، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې لاسته راوړنې لري.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

مرتضوي زیاتوي:

"د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصاد په برخو کې څرګندې لاسته راوړنې لرو، نن زموږ پرمخ ګڼې لارې خلاصې دي، د چابهار له بندره نیولې، تراقینې او د اورګاډي پټلۍ، ځمکنۍ او هوايي لارو پورې،همدارنګه د منځنۍ اسیا د هېواد ونو په لور د لارو د خلاصولو په حال کې یو، او د منځني اسیا له هېوادونو سره په ښو اړیکو کې یو."

ښاغلي مرتضوي د هرات په ولایت کې د سلما د بند پرانیستو ته اشاره کوي وايي، د اوبو د مدیریت په برخه کې هم ګامونه پورته شوي او اوس د اوبو د لسګونو بندونو کارونه روان دي.

افغان حکومت په تېرو دریو کلونو کې د سوداګرۍ، اقتصاد او ترانزیټ په برخو کې د پام وړ کارونه کړي او ځینې لويې اقتصادي پروژې یې، د سیمي او په تېره د منځنۍ اسیا د هېوادونو په مرسته،افتتاح کړي دي.

د ټاپي د پروژې پرانیسته، د اقینې بندر، د کاسا زر پروژه، د چاه بهار بندر د پروژې موافقنامه، په هرات ولایت کې د سلما د بند، د افغانستان او چین ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، د هند او افغانستان ترمنځ هوايي دهلیزاو بېلا بېلو هېوادونو ته د افغان چارواکو سفرونه او ورسره د سوداګریزو او ترانزیټي تړونونو لاسلیک کېدل، د ملي یووالي د حکومت هڅې دي.

افغانستان چې پخوا تردې یې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د ناظر هېواد په توګه ګډون کاوه، په ۱۳۹۴ کال کې یې د دغه سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

د ترانسپورټي ستونزو هوارېدل، د صادراتو او کورنیو تولیداتو زیاتوالی او له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان یوځای کېدل، هغه اسانتیاوې دي چې د افغان چارواکو په خبره، د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان له غړیتوب سره، رامنځته کېږي.

که څه هم د ولسي جرګې د اقتصاد کمېسیون په اقتصادي برخوکې د حکومت هڅې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان داړیکو ټینګېدل مهم ګڼي خو وايي چې دغو کارونو په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو پر ژوند اغیز نه دی کړی.

د دغه کمېسیون غړې فاطمه عزیز ازادي راډیو ته وویل:

"په اقتصادي برخو کې سمه ده چې یو کارونه یې کړي او ښايي د افغانستان خلک یې په راتلونکې کې نتیجې و ویني، یعنې د اوسنیو اړتیا لپاره پانګونې نشته، د دې له امله دغه مسئله سبب کېږي چې خلک له اقتصادي پلوه له یوې نه بلې ته په ټیټه سطح کې شي، راځئ د بېکارۍ کچه ووینو چې څومره ځوانان مو بېکار دي."

بلخوا د مالیې وزارت د ملي عوایدو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، د حکومت د دریو وروستیو کلونو د هڅو په نتیجه کې، ملي عواید زیات شوي دي.

د دغه وزارت دعوایدو عمومي رئیس حبیب الله ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل:

"په تېرو کلونو کې زموږ عواید هېڅکله له سل میلیاردو افغاننو پورته نه وو، خو د ملي یووالي د حکومت په لومړي کال کې، ۱۲۰ ملیارده او تېر کال کې ۱۳۲ میلیارده افغاني وو او سږ کال مو هدف ۱۵۲ میلیارده افغانۍ دی، دا له ای. ایم. ایف. سره زموږ ژمنه ده او ان شاءاللله په اسانۍ به یې ترلاسه کړو."

همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، افغان حکومت، د سوداګریزو کارونو او د صادراتو د پراختیا لپاره کار کړی او په دې کار کې تر پنځوس فیصدو پورې بریالی دی.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د حکومت له هڅو سره سره، اوس هم د سوداګرۍ او پانګې اچونې په برخو کې، یو لړ ستونزې شته:

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

"په دولت کې اراده شته خو ستونزې هم شته، تر اوسه هم نا امني یوه جدي ستونزه ده چې د پانګې اچونې د لارې خنډ کېږي، د پانګونې او خصوصي سکټور په مخ کې فساد، د برېښنا او ځمکې نشتون نورې ستونزې دي چې لا هم شته، که صنعتي پارکونه جوړشوي نو، ټولنیز او زیربنايي خدمتونه يې نه شته."

ښاغلی الکوزی مني چې حکومت ورسره د ستونزو په هوارولو کې مشورې کړي دي.

د چارو پوهان وايي، حکومت په وروستیو د ریو کلونو کې د سترو اقتصادي پروژو لپاره زیاتې هڅې کړي، خو اقتصا د ورسره لازمه پراختیا نه ده کړې.

د دغو کارپوهانو له ډلې قادرجیلاني وايي، د ملي یووالي حکومت باید په دغو برخو کې لاهڅې وکړي او هغه کارونه ترسره کړي چې پیل شوي دي:

"حکومت باید د ملي پراختیا ستراتیژي پلې کړي ځکه چې ډېرې پيسې پرې لګېدلي دي، د ملي لومړیتوبونو لپاره لکه روغتیايي، امنیت او پوهنه چې ځانګړي شوي باید ډېر کار ورته وشي او پانګې په کې واچول شي او همدارنګه اوږدمهاله پروژې رامنځته کړي."

دی ټینګار کوي چې حکومت دې په پاتې موده کې د نورو مسایلو ترڅنګ، تصدۍ او د نساجي فابریکې فعالې او له دې لارې دې خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي چې د خلکو په ژوند کې بدلون راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې وروستیو کې، له دوو سوو افغان سوداګرو سره هند ته تللی چې هندي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG