د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

سعودي د لومړي ځل لپاره ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه


د سعودي عربستان پاچا امر کړی چې د دې هېواد ښځې کولای شي موټر وچلوي.

په دغه هېواد کې د قانون له مخې ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده.

فعالانو له کلونو راهيسي د ښځو د موټر چلولو د حق لپاره فشار اچاوه چې دا اوس يوه لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.

دا لومړی ځل دی چې په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوې ده.

دا امر د سې شنبې په ورځ د سعودي د دولتي تلوېزيون له لارې اعلان شو.

د امر له مخې به يو وزارتي شورا جوړېږي چې شاهي ماڼۍ ته به په دېرشو ورځو کې په دې اړه سلا مشورې ورکوي او دا امر به له راتلونکي جون مياشتې څخه پلی کوي.

شاهي امر به سړو او ښځو ته د موټر چلولو جواز ورکولو په ګډون د ترافیکو قوانين پلي کوي.

د سعودي ښځو تر دې وړاندې د موټر چلولو اجازه نه لرل.
د سعودي ښځو تر دې وړاندې د موټر چلولو اجازه نه لرل.

په رياض کې يوې ښځې چې نوم يې نه دی یاد شوی، له رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې داسي ويلي:

"موږ په النجه کوڅه کې یو، زه خپله خور د يوه کار لپاره پخپله بيايم، اوس موږ موټر چلوونکي يا کوم بل کس ته منتظرې نه پاته کېږو، هغوی به ناوخته راځي نو موږ پرېکړه وکړه چې خپل کار پخپله وکړو، موږ سالون ته روانې يو، زه په احتياط موټر چلوم او ښه موټر چلولای شم، که خدای کول موږ له هيڅ ډول خطر سره نه يو مخامخ."

سعودي عربستان په ټوله نړۍ کې يوازينی هېواد وو چې ښځو یې د موټر چلولو اجازه نه درلوده.

فعالان له ۱۹۹۰یمې لسيزې راهیسي د ښځو د موټر چلولو د حق لپاره مبارزه کوله.

د دوی په وينا دا په سعودي عربستان کې د ښځو د پراخو حقونو يوه برخه ده.

امریکا د سعودي عربستان د دې اقدام هرکلی کړی دی.

امریکا د سعودي ددې اقدام هرکلی کړی.
امریکا د سعودي ددې اقدام هرکلی کړی.

په سعودي عربستان کې ښځې همداراز د قانون له مخې باید اوږدې چپنې وکړي او د هر قانوني اقدام لپاره د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتيا لري.

سعودي عربستان د ټولې نړۍ له انتقاد سره مخامخ وو خو د دې هېواد حکومت هڅې کولې چې ښځو ته په عادي ژوند کې مواقع ورکړي په ځانګړې توګه په کاري صاحه او دفترونو کې د کار فرصتونه ورته برابر کړي.

XS
SM
MD
LG