د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۴

په سعودي کې یو شمېر ښځې د موټرو په چلولود لګیدلې بندیز پر ضد لارو کوڅو ته وځي


په سعودي عربستان کې یو شمېر ښځې د ښځو له خوا د موټرو په چلولو د لګیدلې بندیز پرضد د اعتراض په توګه، لارو کوڅو ته موټرې باسي او بیا د خپل دې اعتراض عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپروي.

په دې اعتراض کې برخه اخیستونکو فعالانو د شنبې په ورځ تر لسو زیاتې ویډیو ګانې په یوټیوب کې خپرې کړي دي او هیله لري چې دا اعترض به یې دې هیواد کې نور هم پراخ شي.

دوی وايي، که چیرې چارواکي د هغو ښځو خلاف چې له دې بندیز څخه سرغړاوی کوي اقدام ونه کړي په دې هیواد کې به ډیرې ښځې د موټرو چلول پیل کړي.

په سعودي عربستان کې کوم داسې ځانګړی قانون نه شته چې ښځې له موټر چلولو منعه کړي، خو د دې هېواد حکومت ښځو ته د موټر چلونې جواز(لایسنس) نه ورکوي چې عملا یې د ښځو له خوا د موټرو د چلولو مخه نیولې ده.

ډیرو هغو ښځو چې د شنبې په ورځ یې د موټر چلونې په دې اعتراض کې برخه لرله له سعودي عربستان څخه بهر تر لاسه شوي د موټروانۍ لایسنسونه لرل.
XS
SM
MD
LG