د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

يوه نمونوي لېسه په پکتيا کې د ټول معارف تصوير دی!


په پکتيا کې د ابتدائيه، متوسطه او عالي لېسو يو شمېر مديران، سرمعلمين او زده کوونکي په ښوونځيو کې د ځينو ستونزو څخه ځورېږي او هيله يې دغه ده چې د معارف په کچه په ټوله پکتيا کې مثبت تغير راشي او په خبره يې که ښوونځيو ته جدي پاملرنه ونه شي ستونزې به يې ورځ تربلې تر دې هم ډېرې او د دوی د زده کړو د خراب کيفيت له امله به د دوی د راتلونکي د بحران باعث شي.

د یاد ولایت په لېسو او ښوونځو کې لویه ستونزه د معلمینو او شاګردانو غیرحاضري ده.

د عبدالحي ګردېزي لېسه
د عبدالحي ګردېزي لېسه

د عبدالحی ګردېزي عالي نمونوي لېسې د سرمعلم او معاون په مکالمه:

"دلته خو يې حاضري امظا کړې، دا نو څرنګه حساب دی، ځينې استادان وو او ځينې نه وو د ده خبره هم درسته ده؟!

- کوم نه وو نومونه به دې يې ليکلي وو او خانې به دې يې قيد کړې وې."

دا د عبدالحی ګردېزي د سرمعلم او معاون ترمنځ د هغه مهال خبرې دي چې د ثانوي دورې سرمعلم نيک محمد د راپور لپاره د عکسونو، وېډيوګانو او له شاګردانو څخه د نظرونو اخيستو په موخه هر صنف ته راسره ولاړ خو په ۱۲ صنفونو کې يې پرته له دريو استادانو نور ونه ليدل او موږ ته يې د ځواب راکولو لپاره د ښوونکو حاضري ته مخه کړه:

"دا يې يو نشته، دا دوه نشته دا خو سرمعلم دی دا خو شته."

سر معلم نيک محمد د حاضري له کتلو وروسته وويل چې په ۲۲ کسيز فرسونل کې يې مدير او يو ښوونکی د شخصي ستونزو او ضرورتونو پر اساس رخصت د سرمعلم په ګډون څلور تنه حاضر او نور له حاضري لاسليکولو وروسته په لېسه کې نه وو، دا چې چېرته وو نو سرمعلم وويل:

"بعضې استادان وو خو بعضې نه وو خامخا چېرته به تللي وو ان شاءالله دوی به راپيدا شي موږ هم نوي راغلي يو، چېرته تللي دي؟/ نه پوهېږم خامخا يا به د باندې وتلي وي يا به بل چېرې وتلي وي ان شاءالله دا به پيدا کړو او بيا به دا وضعيت نه تکرارېږي."

ده، دا روښانه نه کړه چې څومره ښوونکي يې په لېسه کې نشته او چېرته تللي دي خو څرګنده يې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به دغه لېسه په رښتوني ډول نمونه کوي او يوه مياشت کېږي چې دې لېسې ته د سرمعلم په توګه ورغلی او په لېسه کې يې د تعمير وضعيت خرابوالی، د ښيښو ماتوالی، د زده کوونکو څوکيو او صنفونو د دروازو ماتېدو خبره تائيد کړه، يوځل بيا سرمعلم نيک محمد وویل:

"حقيقت وو سهي ده، موږ ملازمينو ته مخکې هم ويلي اوس هم ورته وايو چې دا ستونزې په پام کې ونيسي او ستونزې شته انشاءالله له دې بعد به دا ستونزې هوارې شي او کوم نواقص،چې موږ لرو هغه به جوړو او انشاالله بيا به ستونزه هواره شي."

د پکتیا د عبدالحي ګردېزې لېسه.
د پکتیا د عبدالحي ګردېزې لېسه.

عبدالحی ګردېزي د پکتيا په کچه مرکزي عالي نمونوي لېسه ده او ازادي راډيو د پکتيا ښوونځيو وضعيت ته د تحقيق موضوع له همدغې زاويې کتلې او د ښوونځيو د ستونزو په اړه د خلکو شکايتونه يې د ولايت په کچه مرکزي عالي نمونوي لېسه کې کتلي دي.

د دې لېسې حاضر زده کوونکي په لېسه کې د غيرحاضرۍ او کمزورې ادارې خبره کوي، دوه تنه زده کوونکي وايي:

زده کوونکي
زده کوونکي

"نوم مې احسان الله دی، د عبدالحی ګردېزي لېسې ۱۰ ب ټولګي زده کوونکی، تقريباً تر ۸۲ کسان په حاضري کې موجوده کسان دي او کوم چې روزمره ښوونځي او صنف ته راځي ۴۹ او ۵۰ پورې وي.

نوم مې عتيق الله ده، د عبدالحی ګردېز د ۱۲ الف ټولګي زده کوونکی، زه به دا ووايم چې د صنف ټول تعداد ۶۰ ده او اوس چې کوم حاضر وي د هغوی ټول شمېر له ۲۰ څخه نه اوړي، که راځي او يا نه ټول حاضر وي"

دوی دا هم وويل چې په لېسه کې يې زده کوونکي څه ان ډېر وخت ښوونکي هم غيرحاضر وي او د ښوونځي د ترميم او جوړېدو په برخه کې چې کومې ستونزې لري د معارف چارواکي يوازې د حل ژمنې ورسره کوي، يوبل شاګر وايي:

"نوم مې نظام الدين ځلاند ده د ۱۱ الف ټولګي زده کوونکی يم، نور چې کوم صنفونه دي ورسۍ يې هم خرابې دي، چوکۍ يې ماتې دي يا دومره ګردونه پرې پراته وي چې موږ دلته کېنو پاک صفا کالي مو دومره زيات خراب شي چې ته به يوساعت وروسته وايې چې دلته تا لس يا شل ورځې تېرې کړې دي."

د عبدالحی ګردېزي عالي نمونوي لېسې ډېر شمېر زده کوونکي د ادارې له ضعف، د تعمير له خراب وضعيت، د ښوونکو او زده کوونکو له غيرحاضري او يو شمېر نورو ستونزو څخه د يادونې ترڅنګ دا وايي چې دغو مشکلاتو په روحي ډول تر فشار لاندې راوستي او خپل برخليک سم نه ويني.

په پکتيا کې داسې ښوونځي هم شته چې ښوونکي او زده کوونکي يې په خپل وخت په درسونو کې حاضر او د ښوونځي رهبري په خپله تدريسي ماحول ښه کړی دی.

د ګردېز ښار ختيځ ته د شاقمبر عالي لېسه د پکتيا په کچه د منظمو ښوونځيو په سر کې ده، کله، چې ازادي راډيو د دغې لېسې له مدير عبدالحليم شفاف څخه د لېسې د وضعيت ښه والي لامل وپوښته هغه وويل:

"موږ په خپله هڅه کړې، غيرحاضري نه کوو استادان مو کنټرول کړي په ټولو صنفونو وخت پر وخت ګرځو کوم شاګردان چې نه راځي له کورنيو څخه يې پوښتنه کوو چې ستونزه يې څه ده او په کوم اساس مو شاګرد نه دی راغلی موږ د مکتب له خوا د کلي يوه شورا جوړه کړې چې په ډېر اخلاص راسره کار کوي او که کوم شاګرد نه راځي د هغه په اړه موږ ترې پوښتنه کوو او د ټولو کليو مشران د دې شورا غړيتوب لري او مکتب مو ښه دی."

نوموړي زياته کړه د ټولو ښوونځيو وضعيت په دې شرط ښه کېدلای شي چې د معارف چوکاټ په اداري برخه کې ژمن کسان وګمارل شي او په واسطه او واسطه بازيو د مقررۍ مخه ونيول شي.

د پکتيا پوهنې رئیس کوچی ځاځی وايي، نږدې يوه مياشت مخکې يې عبدالحی ګرديزي عالي لېسه نمونوي اعلان کړې او په ولسواليو کې يې د ښوونځيو د وضعيت کنټرول کارونه ګړندي کړي دي:

کوچی ځاځی
کوچی ځاځی

"تر ډېره بريده مو اصلاحات راوستلي دي په ولسواليو کې، پلان لرو د مرکز او ولسواليو په کچه نمونوي لېسې جوړې کړو هغه بايد د درس نه نيولې ان تر اداري سټاپ پورې ټول نمونوي وي موږ دا کار يوه مياشت وړاندې له عبدالحی ګرديزي نه شروع کړی دی چې تغير پکې راغلی دی."

رئيس زياتوي چې په ټولو ښوونځيو کې به د اصلاحاتو پروګرام لاچټک کړي خو د ازادي راډيو د دې پوښتنې په اړه چې (د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ شااوخوا لس بجې عبدالحی ګردېزي عالي لېسه کې د سرمعلم په قول په ۲۲ کسيز فرسونل کې ۱۷ تنه نه وو او ټولو يې حاضري لاسليک او همداشان د زده کوونکو د خبرو په اساس چې د ښوونځي ګڼ شمېر زده کوونکي غير حاضر وي خو په حاضريو کې حاضر نيول کيږي؟)) چوپ پاتې کېږي او د پلټنو او اجراتو خبره کوي.

په دې وروستيو کې د پکتيا پوهنې وضعيت په اړه د عامو خلکو اندېښنې زياتې شوې وايي په لرو پرتو سيمو کې د ښوونکو او زده کوونکو غيرحاضري او د معارف رياست له لوري په نظارتي برخه کې نه جديت د دې باعث شوی دی چې په کيفيتي او کميتي لحاظ د دوی ښوونځي له ستونزو سره مخ او د زده کوونکو راتلونکی بحراني شي.

د پکتيا ولايتي شورا غړي، مدني فعالان او د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکي وايي د عبدالحی ګرديزي عالي نمونوي لېسې تصوير د ټولې پکتيا د معارف تصوير دی او له معارف وزارت څخه په دغه ولايت کې د پوهنې بهير د ښه والي او پياوړي کېدو هيله لري.

راپور- داود تپان

XS
SM
MD
LG