د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

په خېبرپښتونخوا کې ډینګي تبې تر دې دمه ۳۳ کسان وژلي دي


د خېبر پښتونخوا د روغتیا ایالاتي اداره وايي چې په دې ایالت کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ډینګي تبې له امله د وژل شوېو شمېر ۳۳ ته رسېدلی دی.

د یادې ادارې له خوا ازادي راډیو ته په ورکړل شوېو معلوماتو کې راغلي چې د مړو شمېر د شنبې په ورځ هغه وخت ۳۳ ته ورسېده چې د پېښور د تهکال یوه ۵۰ کلن اوسېدونکي او یوه ۱۰ کلن ماشوم د یادې ناروغۍ له امله په حیات اباد میډیکل کمپلیکس او خېبر ټیچنګ روغتون کې ساه ورکړه.

د صحت اداره زیاتوي:

"د شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو روغتونونو کې په ۱۴۲۹ ناروغانو کې د ډینګي ناروغۍ ټیسټونه وشول چې له دې ډلې څخه په ۲۵۵ کسانو کې د یادې ناروغۍ پخلی وشو. په دغو ناروغانو کې یوازې د ۱۲۲ کسانو حالت داسې وو چې د درمنلې لپاره په روغتون کې داخل کړی شول."

د یادې ادارې د ډینګي مخنیوي څانګې د معلوماتو له مخې، دا مهال د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو روغتونونو کې نېږدې ۳۹۴ کسان چې په دغه ناروغۍ اخته دي، تر درملنې لاندې دي چې د ډېرو روغتیايي وضعیت ډاډمن بولي.

د ډاکټرانو په وینا، ډینګي یوه خطرناکه تبه ده چې د یوه ځانګړي ماشي د چیچلو له امله رامنځته کېږي او که د ناروغ پر وخت درملنه ونه شي، نو له خولې او پوزې یې د وینې بهېدل پیلېږي او ناروغ د مرګ کومي ته ګوزاروي.

که څه هم په لومړي سر کې ډېنګي واېرس تر ټولو زيات کسان د پېښور په تهکال سيمه کې اغېزمن کړي ول، خو بیا وروسته دغه واېرس د پېښور نورو سیمو ته هم خور شو او ګڼ شمېر خلک یې اغېزمن کړل.

له بلې خوا د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د پېښور په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ د ماشو ضد دوا پاشي کوي او په ولس کې یې د ډينګي ناروغۍ په اړه د عامه پوهي لپاره کمپاين هم روان کړی دی.

د یادونې وړ ده چې ډینګي تبې تر خېبر پښتونخوا مخکې تېر کال په پنجاب ایالت کې هم لسګونه کسان وژلي او زرګونه نور یې اغېږمن کړي وو.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG