د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

سرخط: نه به تل ناصر خان وي او نه به یې سره اوښان وي!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د طالبانو او د دوی د ملاتړو هېوادونو په ادرس د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو د ورستیو څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملګرو ملتونو په سر مشریزه کې په خپله وینا کې له هغو دولتونو چې له طالبانو ملاتړ کوي خپل نارضایتي وښوده ویې ویل، هغوی خپل دې کار ته ادامه نشي ورکولی.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو نه د ابزارو په توګه کار اخلي، او دغه ډله د هغه هېواد د ملېشو په توګه شمېرل کېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، هره هغه ډله او دولت چې پاکستان تر فشار لاندې ونیسي او د ترهګرو د ځپلو په فکر کې وي، د افغانستان د خلکو دوست به وي او په کار ده چې له داشان دریځونو او پرېکړو تود هرکلی وشي.

ورځپاڼه په دې اړه په خپل یو بل مطالب کې لیکلي چې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، طالبان او پاکستان په افغانستان کې د بې ثباتۍ اصلي عاملین دي.

ځکه د ده په خبره طالبان جګړه غځوي او پاکستان د سولې لپاره د افغانستان غوښتنې ردوي.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر په امریکا کې د بهرنیو اړیکو د شورا په څېړنیز بنسټ کې د دغو څرګندونو تر څنګ دا هم ویلي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژي د طالبانو د ځپلو په برخه کې ډېره مهمه ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په امریکا کې د ډونالد ټرمپ او ولسمشر محمد اشرف غني د کتنې په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي، افغان ولسمشر خپل امریکايي سیال سره په کتنه کې هغه ته ویلي، د امریکا د متحده ایلاتو نوې ستراتېژي د افغانستان او سیمې لپاره دا فرصت برابر کړی چې د امنیت د ټینګښت او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې لا جدي اقدامات وشي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملګرو ملتونو سر مشریزې ته په خپله وینا کې وویل، د دې وخت رارسېدلی چې هغه هېوادونه کوم چې له ترهګرو ډلو مالي ملاتړ کوي او امن ځایونه ورته جوړوي په ډاګه او ورسره حساب، کتاب وشي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې پاکستان ته ښکاره پیغام دی چې نور یې نو د سیمې په کچه روانه بدماشي نه چلېږي.

سرمقاله لیکونکی زیاتوي، د ډونالد ټرمپ تر دې وینا وروسته باید د پاکستان تمه نوره بیخي ختمه شوې وي او په دې پوه شوی وي چې نه به تل ناصر خان وي او نه یې سره اوښان وي، یا به سر ږدي او یا به سر خوري.

XS
SM
MD
LG