د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۷

وزیري: د پخوانیو افسرانو تقاعد به پر تشکیل او ظرفیت منفي اغېز ونکړي


د افغانستان د د فاع وزارت وايي، د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو د د ډېرعمر لرونکو افسرانو تقاعد به، د دغو ارګانونو پرتشکیلاتو، ظرفیتونو او فعالیتونو هېڅ ډول منفي اغېز، ونه کړي.

د دغه وزارت مسؤلین وايې چې د دې لپاره د یوې طرحې پر جوړولو کارروان دی او که منظوره شي، نو په ۱۸ میاشتو کې به پلې شي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه طرحه به د مسلکي او کادري ضرورتونو په پام کې نیولو سره، په تدریجي ډول، په پوره دقت سره پلې شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"د دې طرحې له مخې په اردو کوم فشار نه راځي، داسې ترتیبات ورته نیول شي چې د ضرور وړ ۳۰ فیصده وساتي او هغوی چې په احتیاط کې دي او یا په ټیټو بستونو کې کار کوي، په لومړۍ مرحله کې به تقاعد او پرځاې به یې هغه ځوانان چې لوړې زده کړې یې کړي، پر دندو وګمارل شي."

ښاغلي وزیري وویل، د دې طرحې د پلې کېدو لومړۍ مرحله به د جدي له ۱۱ مې څخه د راتلونکي کال د اسد تر ۱۱ مې پورې وي، بله به یې د اسد له ۱۱ مې څخه د جدي تر ۱۱ مي او وروستۍ مرحله به بیا د جدي له ۱۱ مې،د اسد تر ۱۱ مې پورې وي.

د ښاغلي وزیري په خبره، اوس مهال زرګونه وړ افسران ریزف دي او د امنیتي ارګانونو په لیکو کې کار کولو ته چمتو دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس برمک وايي، دغه طرحه به د دفاع وزارت له ارزونې وروسته، په دغه وزارت کې هم په تدریجي توګه پلې شي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس برمک
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس برمک

ښاغلي برمک دا خبره د پنج شنبې په ورځ په کابل کې، د دغه وزارت د رهبرۍ د ستراتیژیک کورس، د لوړ رتبه افسرانو د فراغت په غونډه کې وکړه او زیاته یې کړه:

"دا طرحه د احمد یا محمود د حذفولو طرحه نه ده، د دې له مخې به یو شمېر هغه جنرال صاحبان چې عمرونه يې شااوخوا ۷۰ کلونو ته رسېږي او په دفاعي ارګانونو کې کار کوي، تقاعد شي، دا به ۱۸ میاشتو یا یو کال کې پلې شي، ورپسې د پولیسو موضوع ده، لکه څرنګه چېدفاع وزارت ارزیابي شو، د کورنیو چارو وزارت به هم ارزیابي شي."

د پوځي چارو پوهان وايي، د پخوانیو کادرونو پر ځاې باید په هماغه ظرفیت نوي کادرونه وګمارل شي او که نه نو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو په چارو کې به ستونزې پېښې شي.

پخواني جنرال عتیق الله امرخیل ازادي رادیو ته وویل:

"هغه افراد چې ډېر وخت يې په اردو کې تېر کړی، تجربه لري، د کار نیتجه یې مثبته وه او نوي افسران د هغوی ځای نیسي، نو ستونزه نشته او که طرحه د دې لپاره وي چې ځینې خپل بچیان او نازولي قدرت ته ورسوي، نو په دې صورت کې به فساد او بې نظمي زیاته، جګړه به سخته او تلفات به هم ډېر وي."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې هم د پوځي چاروپوهانو په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د ظرفیتونو په ټیټوالي انتقادونه کړي او دغه نیمګړتیا یې، د وسله والو مخالفینو د بریدونو د زیاتېدو لامل ګڼلې ده.

د افغانستان جمهور رئیس پخوا تر دې په خپلې یوې وینا کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو پر لوړو ظرفیتونو او وړتیاو ټنیګار کړی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG