د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۴

د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه شوه


د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د تورخم دروازه نن د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل د تورخم دروازه نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه نیمې بجې د مسافرو پرمخ خلاصه شوه.

نوموړي وویل چې د دروازې دواړو لورو ته مسافرو تګ راتګ پیل کړ او په خبره یې ولایتي ادارې په تورخم کې کارکوونکو ته دنده سپارلې چې د مسافرو د راتګ پرمهال ورسره لازمه همکاري وکړي.

پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه پرون وروسته له هغه وتړله چې د تورخم دروازې هاخوا غاړې ته د چاودېدونکو توکو چاودنې وشوې

پخواني معلومات:

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي د جمعې ورځې غرمه مهال شااوخوا یوه نیمه بجه پاکستاني ځواکونو یو وار بیا د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ تړلې ده.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني ځواکونو یاده لاره وروسته له هغې وتړله چې د تورخم دروازه هاخوا سیمه کې یوه امنیتي پېښه رامنځته شوه چې دوی پورې هېڅ تړاو نه لري.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې اووه تنه افغانان زخمیان شوي وو چې په تورخم کې یې درملنه وشوه.

بلخوا د تورخم دروازې هاخوا په سلګونو افغان مسافر بند پاتې دي.

د کلستان تمیم او ‌‌‌‌‌‌ډاکټر واقف نیازي په نومونو دوو تنو چې د تورخم دروازې هاخوا بند پاتې دي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته د ټلیفون په ليکه وویل چې په سلګونو افغان مسافر چې اکثرا یې ناروغان، مېرمنې،ماشومان او سپينږیري دي د تور خم هاخوا بند پاتې دي او د سړک په سر پرې شپه راغله.

دوی وايي، پاکستاني ملېشه ورته یوه لوري ته هم د تګ اجازه نه ورکوي.

خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي د دروازې دې غاړه مسافرينو لپاره وړيا د شپې د پاتې کېدو او ډوډۍ سهولتونه برابر شوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم یاده دروازه په ورځو ورځو د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG