د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۹

ارواپوهان د نشې په پرېښودلو او بیا معتاد کېدو په مخنیوي کې د کورنۍ ونډه ډېره مهمه بولي.

ارواپوهان باور لري چې د نشې پړاو یوه سخته مرحله ده چې د کورنۍ جدي څارنې او پاملرنې ته اړتیا لري.

د ارواپوهانو له نظره د معتادينو په درملنه کې د کورنيو پاملرنه درې پړاوونه لري، په روغتون کي تر بستري کېدو مخکې پړاو، د بستري کېدو پړاو او له روغتون څخه تر رخصت کېدو وروسته پړاو چې دا دري واړه پړاوونه په نشه له روږدو کسانو سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي.

اروا پوه محمد عثمان منیب وايي چې د معتاد درملنه د کورنيو جدي څارنې او پاملرنې ته اړتيا لري:

"باید دوی ومني چې د کورنۍ دا غړی ناروغ دی او درملنې ته اړتیا لري، هغه په زور دېته اړ نه باسي چې نشه يي مواد پرېږدي، کله چې یې ناروغ په روغتون کې بستر شي، کورنۍ یې باید پوښتنه وکړي، دا حس ورکړي چې زموږ ملاتړ درسره دی، کله چې ناروغ له روغتون څخه رخصتېږي، دوی ته دې د کار زمینه برابره شي او ترڅو چې دوی عادي حالت ته را ګرځي ملاتړ ته اړتیا لري."

دا چې د ښاغلي منيب خبري د معتادينو له عملي ژوند او طبي لارښوونو سره څومره اړخ لګوي، په دې اړه به د داسي معتادينو خبري واورو چې دا پړاوونه يې په عملي ډول تېر کړي دي:

۱: نوم مې نوید دی، په ابن سینا روغتون کې بستري یم. مور مې تر روغتون پورې راسره راغله، ډاکټرانو ته یې له زارۍ کولو وروسته، دلته بستري کړم، د خپلوانو او کورنۍ هڅول و چې د نشې پرېښودلواراده مې وکړه.

۲: نوم مې فرید دی، د میدان وردګو ولایت یم، اوس مې ۳۱ مه شپه ده جوړ شوی یم، د هر چا باید داسې کورنۍ وي چې د خپل ناروغ درملنه وکړي، د چهارشنبې په ورځ پایواز راځي، خوشحاله یم.

۳: نوم مي جاوید او د بامیانو اوسېدونکی یم، زما په رغېدلو ټوله کورنۍ د خوښۍ احساس کوي، مور پلار راڅخه خوښ دي، اوس په کورنۍ کې په هغه پخوانی سترګه راته ګوري، له ما سره ښه چلند کوي، هغه اعتبار چې پخوا مې درلود اوس هغه ورو، ورو بېرته لاسته راوړم.

د نشي پرېښودلو ته په نشه د روږدو کسانو هڅول او د درملنې په اړه دوی ته ډاډ او معلومات ورکول له معتادینو سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي.

د لغمان ولایت محمد داوود چې خپل وراره یې د معتادینو په روغتون کې بستر کړی خپله تجربه داسې راسره شريکوي:

"وراره مو بهر ته لېږه، ده ویل زه نه ځم، زه په نشه روږدی شوی یم، باید روغ سړی ولاړ شي، کله چې پوه شوو چې دی په نشه روږدی شوی دی روغتون ته مو راوست او بستري مو کړ."

کله چي معتاد په روغتون کي بستري کړای شو، وروسته د هغه د پوښتني، احوال اخيستلو، پالني او روزني پړاو راځي.

د يوه معتاد ورور احمد امید کيسه کوي چي په روغتون کې یې د خپلو غبرګو معتادو وروڼو پالنه او څارنه څنګه کوله:

"اته کاله کېږي چې دوی پوډر څکوي، په اوونۍ کې یې یوځل پوښتنې ته راځم، دوی هم کله چي موږ ويني، داسې فکر وکړئ چې دوی بندیان دي، کله چې خپلوان ګوري خوشحاله کېږي او ورځ په ورځ ښه کېږي."

په نشه روږدي کسان له درملنې وروسته کورنۍ ته راګرځي، دوی د څارنې ترڅنګ مینې ته هم ډېره اړتیا لري.

يوه مور چې زوی یې تازه نشه خوشې کړې د خپل زوی کيسه داسي کوي:

"له کور څخه یې تر اوسه څه نه دي وړي او څه نه ځنې غواړم، څو بیا راسره جګړه ونه کړي، څه وکړو اولاد دی، دوې درې میاشتې کېږي چې له روغتون څخه کور ته راغلی دی، په کور کې ښه چلند کوي، بد خوی نه لري، مهربان هلک دی، دی خپله د کور مشر دی، زما کور دې تر ده قربان شي، خو زوی مې دې جوړ شي."

روانشناسان باور لري چې په نشه روږدي کسان ناروغانو ته ورته دي او کورنۍ غړي دي د ناروغ په ډول چلند ورسره وکړي، په روغتون کي د بستري کېدو پر مهال او تر هغه وروسته له نشه يانو مينه کول او ښه چلند په ده کې پر ځان باور پيدا کوي.

همداراز څېړنې ښيي چې یو شمېر په نشه روږدو کسانو هغه مهال بېرته نشو ته مخه کړې چې د کورنیو له خوا ورټل شي.

راپور: محمد اياز ترنک

XS
SM
MD
LG