د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د ترورېزم په وړاندې مبارزې نه د ملګرو ملتونو ملاتړ ته د سپیدار هیله مندي


د افغان حکومت اجرائیه ریاست هیله مندي ښي چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزې د ملګرو ملتونو په ملاتړ سره به په افغانستان کې وضعیت ښه شي.

اجرائیه ریاست وايي، دا چې افغانستان د ترورېزم پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی باید ټول هېوادونه او نړیوال سازمانونه یې پر وړاندې د مبارزې لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې له بهیر څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ کولای شي په افغانستان کې د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

امید میثم
امید میثم

نوموړي زیاته کړه:

"هیله لرو چې ملګري ملتونه د نړۍ د لوی سازمان په توګه په بېلابېلو برخو او په ځانګړي توګه د ترورېزم پروړاندې د مبارزې په برخه کې ترې ملاتړ وکړي څو موږ په افغانستان کې د تروریستي ډلو د لمنځه وړلو شاهدان اوسو او وضعیت ښه شي، دا مسئله د سیمې او نړۍ پر وضعیت هم اغیز کولای شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرونو ملتونو ځانګړي استازي ویلي چې ملګري ملتونه ماموریت لري څو له افغانانو سره مرسته وکړي چې جګړې ته د حل یو لاره ومومي.

تادامیچي یاماموتو په دې وروستیو کې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې سوله باید جامع وي او په دې برخه کې د هر کېدونکې کار په اړه ټولو ته پوهای ورکړل شي.

ښاغلي یاماموتو په دغه مقاله کې همدا راز ویلي چې ښځې او نارینه دواړه د مثبت بدلون او د اجماع د پیاوړي کېدو له لارې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې اغیزمن تمامېدای شي.

په مقاله کې همدا راغلي چې له تاوتریخوالي پرته باید سوله ییز فعالیتونو ته لا ډېر کار وشي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي همدا راز په مقاله کې هیله مندي ښودلې چې افغانان دې په بنسټیزه توګه کار وکړي او په شجاعت او ژمنتیا خپل تاریخ جوړ کړي.

خو یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي، که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له رول څخه انکار نه شي کېدای، خو اوسنیو ستونزو ته په کتو او د سولې د ټینګښت لپاره د یوه واضح میکانیزم نه موجودیت د دې لامل شوی چې دغه سازمان په دې برخه کې فعال رول ونشي لوبولی.

سیاسي کارپوه بشیر هاتف ازادي راډیو ته وویل چې ملګري ملتونه باید د سولې د ټینګښټ په برخه کې د تسهیل کوونکي رول ولري او د دغه لړۍ تخنیکي اړتیا پوره کړي:

"په دې کې شک نشته چې ملګرو ملتونو او دوی پورې اړوند ځینو سازمانو د سولې د ټینګښت په برخه کې هڅې کړي، خو د ځینو ستونزو له کبله دې هڅو نتیجه نه ده ورکړې او په ټوله کې د ملګرو ملتونو کمزوری چلند د دې لامل کرځېدلی چې تراوسه پورې د سولې لپاره ټول منلی میکانیزم رامنځته نه شي او د سولې د ټینګښت لپاره عملي او اغیزمن ګامونه پورته نه شي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني پنځه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په کتنه ویلي و چې ملګري متلونه باید د افغان حکومت غوښتې په پام کې ونیسي او د خپل کار اغیزمنتوب ته پام وکړي.

ښاغلي غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د واحدو او اغیزمنو پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې وه چې له مخې یې په خبره د فعالیتونو یوه واضح ستراتیژي رامنځته شي.

راپور: محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG