د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

غني: د «م.م» هیڅ بنسټ نشي کولای له وزارتونو سره تړونونه لاسلیک کړي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، افغان ولسمشر په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازو سره په کتنه کې په افغانستان کې د دغه سازمان د عملي اصلاحاتو، د فعالیتونو د څرنګوالي او په کارونو کې د شفافیت غوښتنه کړې ده او د ملګرو ملتونو له لوري د واحدو او تاثیر لرونکو پروګرامونو پر چمتو کولو یې هم ټینګار کړی.

جمهوري ریاست وايي، محمد اشرف غني په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بنسټونو د استازو په حضور کې له دوی غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د خپلو کړنواو فعالیتونو په اړه معلومات د حکومت په واک کې ورکړي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، محمد اشرف ویلي د معلوماتو ورکړه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو څرنګوالي روښانه کړي.

نجیب الله ازاد
نجیب الله ازاد

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر وویل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمانونو له لوري د یوه واحد او تاثیر لرونکي برنامو غوښتونکي یو او دغه شان یې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې دې د ملګرو ملتونو د بنسټونو د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات د حکومت په واک کې ورکړل شي چې په دې توګه د فعالیتونو څرنګوالی روښانه او شفافه حساب ورکونه رامنځته شي."

په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست په ویب پاڼه کې راغلي، دغه کتنه تېره ورځ شوې او په کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هیڅ بنسټ نشي کولای د دغه هېواد له وزارتونو سره د پروژو دوه اړخېزه تړونونه لاسلیک کړي، بلکې دا پروژې باید د کابینې په غونډو کې مطرح شي چې حکومت او خلک په جریان کې وي.

ملګري ملتونه چې له کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې هم څانګې لري په افغانستان کې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، روغتیايي او بېلابېلو نورو برخو کې فعالیتونه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له افغان ولسمشر سره په کتنه کې ویلي، د دغه سازمان اړوند بنسټونو کې به په دې اړه پر راتلونکو پلانونو کې کار وشي.

ښاغلي یاماموتو ویلي، ملګري ملتونه له افغان حکومت سره د کار په طریقه کې بدلون او ګډې همکارۍ ته ژمن دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهانو له ملګرو ملتونو د افغان ولسمشر غوښتنه د افغانستان په ګټه بولي وايي چې په دې سره به نړیوال د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی ولري.

د چارو کارپو قدرت الله ځواک:

"زما په باور د ولسمشر غوښتنه به د افغانستان په ګټه تمامه شي او د افغانستان خپلواکي او ملي حاکمیت به بشپړ تامین شي."

ښاغلي ځواک وايي، افغان حکومت باید په افغانستان کې د ټولو بهرنیو او کورنیو مرستندویه موسسو او بنسټونو کارونه وارزوي او د کارونو د ښه موثریت په هدف ورسره له نږدې کار وکړي.

افغان ولسمشر ویلي افغانستان د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او ټولو بنسټونو سره د همکاریو ښې اړیکې لري او د اصلاحاتو لپاره یې داسې شرایط برابر کړي چې له افغانستان سره د یادو بنسټونو مرستې مشروطې وي.

محمد اشرف غني شفافیت او حساب ورکول مهم بللي ویلي، اړتیا ده چې د شفافو حساب ورکونو په رڼا کې یوه واضح ستراتیژي رامنځته او فعالیتونه ترسره شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG