د یوه راپور له خپرېدو وروسته چې ګواکې په افغانستان کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي، د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې ډېر لږ روغتیايي مرکزونه په مؤقته توګه تړل شوي، نه دومره ډېر مرکزونه چې د روغتیا نړیوال سازمان یې راپور ورکړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال احمد جان نعیم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي دي.
د ده په خبره وزارت هڅې کوي چې تړل شوي روغتیايي مرکزونه د سیمو د خلکو او مشرانو په مرسته، بېرته پرانېزي.
ښاغلي نعیم زیاته کړه:
"۴۵ روغتیايي مرکزونه چې ډېره لوړه شمېره نهده ممکن تړل شوي وي. ښايي په دې کې هم ځینې فعاله وي. زه فکر نه کوم چې له ۲۵ یا ۳۰ څخه زیات مرکزونه تړل شوي وي. دا هم په مؤقتي توګه دي او د مشرانو، مخورو او د خلکو د مداخلې او خبرو په نتیجه کې به بېرته فعال شي."
ښاغلي نعیم وویل، د عامې روغتیا وزارت په لېرې سیمو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د رسولو په نیت، یو لړ نوي پروګرامونه هم جوړ کړي دي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د ناامینو له امله په افغانستان کې ۱۶۴ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
فرانس پرس اژانس د روغتیا د نړیوال سازمان له قوله ویلي چې د دغو مرکزونه له تړل کېدو سره، شاوخوا درې میلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
پخوا تر دې د فراه او بادغیس په ولایتونو کې هم د وسلهوالو مخالفینو د ګواښونو له امله، یو شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دمګړۍ په ټول هېواد کې ۲۷۰۰ روغتیايي مرکزونه فعاله دي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د روغتیايي چارو کمېسیون په ځینو ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل تائيدوي او د افغانستان د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې د تړل شوېو مرکزونو د بېرته خلاصولو هڅې چټکې کړي.
د مشرانو جرګې غړي نثارحارس ازادي راډیو ته وویل:
"په خواشینۍ سره په هغو ځایونو کې چې د دولت وسلهوال مخالفین په کې حاکم دي، نه یوازې دا چې روغتونونه او روغتیايي کلینیکونه یې تړلي بلکې ټول کارونه چې دغه نظام پورې اړه لري، تړلي دي. موږ به د یکشنبې په ورځ په دغه راپور بحث وکړو او په کومو موضوعاتو کې چې ستونزې وي، له عامې روغتیا وزارت سره به یې شریکې کړو."
ښاغلي حارس وویل، د دغې ستونزې پر وړاندې باید بې پروايي ونهشي ځکه په خبره یې د دغو مرکزونو په تړل کېدو سره-سره په زرګونه خلک له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي دي.
ده دا هم وویل، که د عامې روغتیا وزارت د دغو مرکزونو د بېرته پرانېستلو توان نهلري، باید د روغتیا له نړیوال سازمان څخه چې په روغتیايي برخو کې کار کوي او دغه شان په یاده برخه کې له نورو اغېزمنو بنسټونو مرسته وغواړي.
راپور: خان محمد سیند