د ننګرهار په لسګونو سوداګر د چهارشنبې په ورځ د دې ولایت د ګمرک مخې ته راټول شوي وو او د احتجاج په ډول يې د ګمرک دروازه په لوېو کانتینرونو تړلې وه.
سوداګر وايي، دوی د وسلهوالو غلاوو، انسان تښتوونکو او ناامنیو په غبرګون کې د ګمرک دروازې بندې کړي او کار بندیز يې اعلان کړی.
د سوداګرو د اتحاديې مسؤل مخلص احمد وويل، د سوداګرو ژوند په دې ښار کې خوندي نهدی او په خبره يې تازه له يوه سوداګره غلو څلور نیم ميلیونه افغانۍ غلا کړي.
دی وايي:
"په رڼا ورځ کې زموږ سوداګر چې ګمرک ته د محصول د تحويلې لپاره پیسې انتقالوي په دې اوونۍ کې زموږ درې سوداګر په رڼا ورځ په ټرانزیټي سړک دروي او وسلهوال ترې پیسې اخلي."
دغه معترض سوداګر وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د ښار په منځ کې له درې سوداګرو پنځه میلیونه افغانۍ اخیستل شوي او دوی د پیسو لپاره وړل شوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ګمرک رئیس الهام الدین مظهر د سوداګرو شکایتونه پرځای بولي، خو په خبره يې د سوداګرو کاربندیزد خلکو، حکومت او سوداګرو لپاره زيان اړوي.
دی وايي، سوداګر دې د امنیت ستونزه له ولایتي ادارې سره حل کړي:
"دا خو د دوی خپل کار دی د ګمرک دروازه يې بنده کړې ده خو موږ ورته وويل چې تاسو خپل شکایت ولایت ته ورسوئ هغوی سره خبرې وکړئ خو د ګمرک بندېدل هم عامو خلکو ته ضربه ده، هم سوداګرو ته ضربه ده او هم حکومت ته دا احتجاج د امنیت په راوستو هېڅ اغیز نهلري ښه خبره دا ده چې دا مسایل ولایت سره شریک کړئ."
بلخوا د ولایت ویاند وايي، امنیتي ادارو د غلا او تښتونوپه تړاو ګڼ شمېر کسان نیولي او د ښه والي لپاره لا هم جدي هڅې روانې دي:
"د ننګرهار والي،امنيتي مسؤلینو او یو شمېر سوداګرو سره ناسته کړې او ناستې موخه هم دا ده چې په هغو سیمو کې چې امنيتي پوستې شته او سوداګرو نه پيسې اخېستل کېږي دا په دې مانا چې دا امنيتي کسان په خپلو دندو کې پاتې راغلي د دوی پر وړاندې به تصمیم نیول کېږي. "
د ننګرهار سوداګر په داسې حال کې په ښارکې د پراخو ناامنیو له امله کار بندیز وکړ چې په روانه اوونۍ کې په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو درې پرلهپسې پېښې وشوې چې وروستۍ پېښه يې وړمه ورځ یوه مېرمن د ناڅرګندو وسلهوالو لهخوا ووژل شوه او عاملين يې له سیمې وتښتېدل.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری