د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

خلک: بلخ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د خلکو کورونه لوټل کېږي


په بلخ کې خلک شکایت کوي چې په دې ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې غیرمسئول وسله وال او ولسي پاڅونوال د دوی د کورونو د لوټولو سبب ګرځي.

د بلخ ولایت مدني فعالان هم د ورته ستونزې د موجودیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې تل په دې ولایت کې د پوځي عملیاتو په وخت کې د ولایتي شورا او ولسي جرګې وکیلانو پورې اړوند غیرمسؤل وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو سره سم د دولت ضد ډلو په وړاندې عملیاتو کې وسله واله مداخله کوي.

د بلخ مدني فعالان وايي چې د ولسي پاڅون کوونکو تر نامه لاندې هم غیرمسؤله وسله وال د پوځي عملیاتو پر مهال، د خلکو کورونه لوټوي، بې ګناه کسان وژني او چور او چپاول ته زمینه برابروي.

په بلخ کې د «خط نو» بنسټ مشر قادر مصباح یې په اړه وايي:

"نا امني، وسله والې غلاوې او لارې نیول د داسې کسانو له خوا ترسره کېږي چې هغوی ته د ولسي پاڅون کوونکو وسله والو نوم ورکړل شوی دی، دوی په سیمو کې د شخصي لانجو، شخړو او په داسې نورو مسایلو کې د شخصي ګټو په خاطر کارول کېږي. "

چتمال په بلخ ولایت کې هغه ولسوالۍ ده چې له اوږدې مودې په کې د دولت ضد وسله وال فعالیت کوي او د طالب وسله والو د ځپلو په مقصد، کابو ۲۰ ورځې دمخه د بلخ والي عطا محمد نور په مشرۍ په کې پوځي عملیات ترسره شول چې پخوانيو جهادي قومندانانو، د پارلمان او ولایتي شورا وکیلانو او د سیمه یزو زورواکو اړوند سلګونه نا مسئولو وسله والو هم په کې ګډون درلود.

د چتمال ولسوالۍ خلک وايي چې د دولت له لورې په پوځي عملیاتو کې، د غیر مسؤله وسله والو حضور دوی اندېښمن کړي او همدا کسان د عملیاتو پر مهال په سیمه کې لوټماري او غلاوې کوي او ګډوډۍ ته زمینه هواروي.

د چتمال ولسوالۍ یو اوسېدونکی يې په اړه وايي:

"په عملیاتو کې ټول ایله ګره کسان وو، دوی د هېڅ یوه کس پروا هم نه کوي، دوی ټول غله دي، زما او د نورو ګاونډیانو له کورنو څخه یې سولرونه، بطري ګانې او حتی د ښځو جامې وړې وې."

په شمال زون خاصتاً بلخ ولایت کې ډېری وخت د عملیاتو مشري د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي کوي، د شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي هم وايي چې دوی په عملیاتو کې هېڅ ډول غیر مسؤلو وسله والو ته اړتیا نه لري.

د شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي
د شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي

ښاغلي جمشیدي وویل:

"مونږ هېڅ ډول غیر مسؤلو وسله والو ته اړتیا نه لرو او یوازې په عملیاتو کې دری اړخه امنیتي ارګانونه په عملیاتو کې سهیم کېږو، په هر ولایت کې نظامي شورا موجوده ده او دا شورا فیصله کوي چې عملیاتو کې ولسي پاڅون کوونکي هم برخه واخلي، دا د هغوی کار دی."

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد په پوځي عملیاتو کې د ولسي پاڅون کوونکو حضور د سیمې د امنیت د ښه تامېنولو په مقصد ګتور بولي، خو وايي چې دوی نه باید دا وسله والې ډلې په غلا او چپاول لاس پورې کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG