د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۰۲

د ننګرهار د هوايي ډګر مخې ته د لارې بندښت کومې ستونزې رامنځته کړي؟


د ننګرهار اوسېدونکي له ولايتي ادارې غوښتنه کوي چې د هوایي میدان مخې ته د جلال اباد ــ تورخم غځېدلې لويه لاره دې په بشپړ ډول خلاصه کړي.

له تېرو ۳ میاشتو راهيسې د جلال اباد ـ تورخم لويه لاره د هوايي ميدان مخې ته هر مازیګر او کله ناکله د ورځې له خوا هم بنده وي او خلک په فرعي کوڅو تګ راتګ کوي.

په دغه لار تلونکي خلک او موټر چلوونکي وایي چې د جلال اباد ـ تورخم لارې په تړل کېدو سره ورته ګڼې ستونزې پیدا شوې دي.

دوی وایي چې پر دې لاره د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته ده او په فرعي سړکونو په ساعتونو ساعتونو ناروغان په موټرو کې بند پاتې وي.

دوی وایي:

"نوم مې شریف الله دی، هغه بله ورځ مو ناروغ راوړ، لاره بنده وه، ډېرې زارۍ مو ورته وکړې چې دا ناروغ دی او شفاخانه ته یې وړو، خو بس اجازه يې رانه کړه او ویل يې چې په رېنګ روډ يې یوسئ، هغه لاره بنده هم وي او اوږده ده، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې دا لاره دې نور ژر خلاصه کړي."

"زه د تورخم - جلال اباد د لین ډریور يم، شېر مې نوم دی، وروره هر وخت چې موږ ځو، موږ سره ماشومان، زنانه او ناروغان وي، دا لاره بنده وي، خلک يې ډېر سخت له مشکل سره مخ کړي له یوې خوا ګرمي وي، بل بدیله لاره هم بنده وي، نو حکومت نه غوښتنه کوو چې زموږ د دې مشکل غم وخوري."

په ورته وخت کې د ولایتي شورا وکيل ذبیخ الله زمري ازادي راډيو ته وويل چې د دې ستونزې په اړه د ولایت مقام د هوايي ډګر مسؤلینو سره د خلکو اندېښنې شریکې کړي، خو هغوی هېڅ اقدام نه دی کړی.

نوموړی وايي، که د هوايي ميدان مسؤلینو له خوا همداسې چلند دوام وکړي، نو د خلکو غصې به راوپاروي.

ښاغلي زمري وویل:

"د ولایت مقام په دې تړاو خبرې ورسره کړي، خو هغوی پرې غور نه دی کړی، که د بهرنیو ځواکونو له خوا د دوی چلند همداسې دوام پېدا کړي، نو خلک مجبورېږي چې پر وړاندې یې خپل غبرګون ښکاره کړي."

بل خوا ولايتي چارواکي هم وايي چې د هوايي میدان مسؤلینو ورسره د دغه عمومي سړک د خلاصېدو په اړه کړې ژمنې نه دې پوره کړي.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیانی وايي چې دوی دا ستونزه اوس له مرکزي ادارې سره هم شریکه کړې، تر څو ورته د حل لار پېدا کړي.

خوګیاڼی وایي:

"له موږ سره ژمنې شوي چې دوی به لاره پرانېستې ساتي، خو که چېرې تحدید موجود وي، په هغه وخت کې به لاره بندوي، خو بیا هم په دې ژمنو يې وفا نه ده کړې، موږ دا مشکل له مرکزي ادارې سره شریک کړی، تر څو مرکزي اداره د میدان له مسؤلینو سره خبرې وکړي او دا مشکل حل شي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په هوايي ميدان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو نظر هم ولرو، خو هلته په ورتګ بريالي نشو.

د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لار نه يوازې پاکستان ته تلوونکي مسافر، بلکې د دې ولایت له ۱۰ زیاتو ولسواليو اوسېدونکي او لويې بار وړونکې موټرې پرې تګ راتګ کوي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG