د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۰

سرخط: د ۱۶ ساعتونو جګړه چې ۱۶ کاله اوږده شوه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سېپټمبر د ۱۱مې ڼېتې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه خپله سرمقاله په دې کرښه پيل کړې ده، د شپاړلسو ساعتونو جګړه چې شپاړس کاله اوږده شوه.

په سرمقاله کې راغلي، له ننه ۱۶ کاله مخکې په امریکا کې د ترهګرو خونړیو حملو له امله په یو ورځ شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

دغه حملې د القاده شبکې د ۱۹ غړو له خوا وشوې چې بیا امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د پوځي حملې پرېکړه وکړه.

د سرمقالې لیکوال لیکي، هغه مهال اوازې وې چې امریکا به په ۱۶ ساعتونو کې د طالبانو نظام نسکور او جګړه به وګټي خو د ده په خبره، طالبانو یو میاشت مقاومت وکړ او د ۱۶ ساعتونو جګړه بیا ۱۶ کلونو ته وغځېده.

ورځپاڼه لیکي، د ترهګرو پر ضد د امریکا جګړه لا هم روانه ده او لا هم افغانان وژل کېږي خو د جګړې بریا او ناکامي د رحمان بابا د دیوان په فال هم نه معلومېږي.

انیس دولتي ورځپاڼې د موضوع په اړه لیکلي، اوس چې د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر له ۱۱مې نېټې شپاړس کاله تېرېږي امریکايي چارواکي وايي، د دوی اصله دښمنه شبکه ( القاعده) کمزورې شوې او په وړاندې یې د بري خبره کوي.

خو سرمقاله لیکونکی لیکي، په افغانستان کې لا هم جګړه روان ده او په لنډ مهالي کې یې د ختمېدو هیله هم نه لیدل کېږي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، که طالبان له منځه ولاړ نشي، د سېپټمبر ۱۱مه نېټه به بیا تکرار شي.

په سرمقاله کې د طالبانو ډله د نړۍ تر ټولو لویه ترهګر ډله ښودل شوې او ویل شوي چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې دغه ډله چې په هر ځای کې وي باید هدف وګرځي او په دې توګه نړۍ د ترهګرۍ له شره ځان خلاص کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، امریکا د افغان ځواکونو په همکارۍ دا کار کولای شي.

د ده په باور، که طالبان له منځه یونه وړل شي، لېرې نه ده چې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې پېښې بیا تکرار شي.

XS
SM
MD
LG