د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۰۴

عراقي چارواکي: د داعش د کورنیو سلګونه غړي یې په یوه کمپ کې ساتلي


د عراق حکومت وايي، د داعش ډلې د غړو د کورنیو سلګونه غړي یې په یوه کمپ کې ساتلي دي.

دا د هغو داعشيانو د کورنیو غړي دي چې د عراق په دوهم لوی ښار موصل، تلعفر او یو شمیر نورو سیمو کې د عراق د پوځ، کرد پېشمرګه او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو له خوا د عملیاتو له بریا وروسته، کرد ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

عراقي چارواکو نن یکشنبه وویل چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړو په کورنیو پورې اړوند دغه له ۱۳ سوو زیات کسان یې د عراق په شمال کې د بې‎ځایه شویو کورنیو په یوه کمپ کې ساتلي دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د هغو عراقي چارواکو له قوله چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي، راپور ورکوي چې په دې کورنیو کې د ۱۴ هېوادونو ۱۳۳۳ بهرنۍ مېرمنې او ماشومان شامل دي.

عراقي چارواکي وايي، دا کسان د اګست په پای کې وروسته له هغه کرد ځواکونو ته تسلیم شول چې د داعش ډلې وسله وال شمالي ښار موصل ته نېږدې له تلعفر ښارګوټي څخه د امنیتي ځواکونو له خوا وایستل شول.

د عراقي چارواکو په وینا، دا مېرمنې او ماشومان محکمو ته نه معرفي کېږي، بلکې ښايي خپلو هېوادونو ته واستول شي.

ویل شوي چې د داعش د وسله والو د اړوندو کورنیو اکثریت غړي د منځنۍ اسیا د هېوادونو، روسیې او ترکیې اتباع دي او دوی د هغو زرګونو بهرنیانو په ډله کې دي چې د داعش ډلې له خوا د اسلامي خلافت له اعلان وروسته عراق او سوریې ته تللي دي.

عراقي ځواکونو تېره میاشت د موصل په لوېدیځ کې په پرته تلعفر سیمه کې د داعش ډلې په وړاندې بریا اعلان کړه او ویې ویل چې د داعش پرضد د دوی د عملیاتو بل ډګر به هویجه ښار وي.

په دې سیمه کې له پلان شویو عملیاتو مخکې عراقي ځواکونو او امریکايي الوتکو پرون د شنبې په ورځ د داعش پر مرکزونو درنې بمبارۍ وکړې.

د عراق دفاع وزیر عرفان حیالي د شنبې په ورځ اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، د هویجه او شااوخوا سیمو د ازادولو لپاره پراخ عملیات کېږي او زیاته یې کړه، د عراق پوځ له کرد پېشمرګه او د نړیوال ائتلاف له ځواکونو سره ګډ عملیات کوي.

د عراق پوځ، کرد پېشمرګه او د نړیوال ائتلاف ځواکونو د عراق په دوهم لوی ښار موصل کې له ۹ میاشتې پوځي عملیاتو وروسته په تېر جولای میاشت کې د دې ښار ازادي اعلان کړه، خو معلومه نه ده چې د عراق په کرد مېشتو سیمو کې د خپلواکۍ لپاره له ټاکل شوي ریفرنډم وروسته، د داعش ډلې پرضد په عملیاتو کې د دې ځواکونو تر منځ همکاري به بیاهم دوام وکړي، کنه.

ټاکل شوې د عراق په دریو کرد مېشتو سیمو، اربیل، سلیمانیه او دوهوک او همداراز په کرکوک ولایت او د شمالي نینوا ولایت په سیمو او په بهر کې دېره شااوخوا پنځه نیم میلیونه کردان د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۵ مه له عراق څخه د کردستان د ازادۍ په ریفرنډم کې رأیې ورکړي.

عراق پر دې پرېکړه انتقاد کړی او ترکیې، د امریکا متحدایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو هم مخالفت ورسره کړی دی.

XS
SM
MD
LG