د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

مارنينګ سټار : ټرمپ پر پاکستان د توندو څرګندونو له کبله له انتقادونو سره مخامخ شوى


بريتانوۍ ورځپاڼې مارنينګ سټار په خپله پرونۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: د امريکا ولسمشر ټرمپ پر پاکستان د خپلو توندو څرګندونو له کبله له انتقادونو سره مخامخ شوى دى.

ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د خپل هېواد د نوې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال پر پاکستان انتقاد وکړ او ويې ويل، هغو سخت دريځو ډلو ته يې په خپله خاوره کې پناه ورکړې چې پر افغان او امريکايي سرتېرو حملې کوي.

د ليکنې په پيل کې د پاکستان او چين د مخکښو ډيپلوماتانو انتقادونو ته اشاره شوې چې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره يې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر نوې ستراتيژۍ کړي دي.

د ورځپاڼې په ليکنه، دغو ډيپلوماټانو د جمعې په ورځ په عين حال کې له وسله والو طالبانو سره د سولې پر مذاکرو هم ټينګار وکړ.

مارنينګ سټار ليکي، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل، پيکينګ تل د خپل کلک ملګري پاکستان تر څنګ درېدلى، خو بيا هم ځينو هېوادونو اسلام اباد ته د ټروريزم په وړاندې په مبارزه کې هغه اهميت چې مستحق يې دى- نه دى ورکړى.

د ورځپاڼې په باور د ده اشاره د امريکا متحدو ايالتونو ته وه.

په ليکنه کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير خواجه اصف خبرې هم رااخيستل شوي چې په پيکينګ کې يې خبريالانو ته ويلي، د افغانستان لانجه پوځي حل-لار نه لري.

مارنينګ سټار ورځپاڼه زياتوي، په پام کې ده روان ميلادي کال په چين کې د افغانستان او پاکستان استازي په درې اړخيزه غونډه کې برخه واخلي چې له وسله والو طالبانو سره به د مذاکرو پر امکاناتو هم په کې بحث وشي.

ډېلي کالر (Daily Caller):

امريکايۍ انلاين خپرونې ډېلي کالر په خپله يوه تازه ليکنه کې د چين او پاکستان پر ځاى د افغانستان د بل ګاونډي هېواد ايران په باب ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: ايران هڅه کوي په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر زياتولو په باب د ټرمپ پلان سبوتاژ کړي.

د ليکنې په پيل کې د افغانستان د لوى درستيز ډګر جنرال شريف يفتلي خبرې رااخيستل شوي چې بي بي سي نيوز ته يې ويلي وو: ايران په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته پوځي تجهيزات برابروي او نور ملاتړ يې کوي.

خو د ښاغلي يفتلي تر دغو څرګندونو وروسته سم د لاسه دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې وويل چې د ده خبرې غلطې تعبير شوي دي.

خپرونه ليکي، خو امريکايي او افغان چارواکي په دې باور دي چې ايران د افغانستان د بې ثباتۍ هڅه کوي او غواړي امريکا د هغې په تر ټولو اوږده جګړه کې له لانجو سره مخامخه کړي.

ډېلي کالر زياتوي، ايران په داسې حال کې له وسله والو طالبانو خپل ملاتړ زيات کړى چې د ټرمپ ادارې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د پراختيا ژمنه وکړه.

د ليکنې په دوام راغلي، په عين حال کې د امريکا دفاع وزير جيم متېس په افغانستان کې د زرګونو تازه دمه اضافي سرتېرو د ګمارنې سند لاسليک کړى او ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ژمنه کړې چې امريکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ايستلو لپاره مهالوېش نه ټاکي.

XS
SM
MD
LG