په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت وايي، د ماینونو د کشف او شنډ په برخه کې د پوځیانو روزنه د امنیت په ټینګښت کې لوی رول لري.
د قاطع ملاتړ مأموریت په رسمي ټویټرپاڼه لیکلي چې دوی په څو ولایتونو کې د پوځي کنډکو په کچه د ماینونو د کشف او شنډ لپاره پوځیان روزي او د هغوی لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي.
په هلمند ولایت کې د امریکايي پوځیانو یو افسر کولټن ډکن د ماینونو او چاودېدونکو موادو د کشف او شنډ په برخه کې د افغان پوځیانو د روزنې په اړه وايي:
"ما د سړکونو او لارو د معاینې په برخه کې درې وروستي عملیات ولیدل او زه ډېر ترې راضي یم. کومه اندازه ماینونه او چاودېدونکي توکي چې دوی کشف کړل د پام وړ دي. دوی ښه روزنه ترلاسه کړې ده او دا هغه څه دي چې تمهیې ترې کولای شو."
د قاطع ملاتړ مأموریت په داسې حال کې د ماینونو د کشف او شنډ لپاره د افغان پوځیانو روزنه مهمه بولي چې افغان امنیتي او دفاعي ارګانونو په وار-وار د وسلهوالو مخالفینو له لوري په یو شمېر سیمو کې د ماینونو فرشول د عملیاتو د مخته تګ یو خنډ بولي.
په افغانستان کې لاهم په شل فیصده خاوره ماینونه پاتې دي چې پاکولیې لږ تر لږه ۵ کاله وخت نیسي.