د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

نوي ډیلي او پیکنګ د «دوکلام» د لانجې د پای ته رسولو موافقه کړې


نوي ډیلي او پیکنګ د همالیا په غرنۍ سیمه، دوکلام کې د روانې لانجې د پای ته رسولو موافقه کړې ده.

له تقریباً دوو میاشتو راهیسې په دوکلام کې رامنځته شوي بن بست د دواړو خواوو پر اړیکو فشار زیات کړی دی.

خو د یکشنبې په ورځ به برازیل، روسيې، هند، چین، افریقا او جنوبي اسیا د هېوادونو مشران چې د "برکس" ګروپ غړي هم بلل کېږي، غونډه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ یې نن چهارشنبه په یوه خبري غونډه کې، د هند او چین اختلافونو ته په اشاره وویل چې دا په ګاونډيتوب کې نورماله مسئله ده.

وانګ یې وویل:

"مهمه دا ده چې موږ خپلې ستونزې په مناسب ځای کې مطرح کوو، مناسب او د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې چلند ور سره کوو."

وانګ يې پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، وویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ زیات امکانات موجود دي.

د چین ولسمشر او د هند صدراعظم به د "برکس" د مشرانو په غونډه کې له ګډونه جلا هم خبرې وکړي.

د دې معلوماتو خپرېدو هیله پېدا کړې چې ښايي دواړه خواوې د هغو ستونزو د حل هڅې وکړي چې په وروستیو کې لا زیاتې شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د هند او چین د اړیکو څېړونکې نیروپاما راو ویلي چې هېڅ لوری هم باید پر ګډ سرحد د موجود بن بست له لېرې کېدو سره د بري ادعا ونه کړي.

د هند حکومت په وروستیو کې له چین سره د همالیا په سرحدي سیمو کې د یوه سرک له جوړولو سره مخالفت وکړ او د دوکلام غرنۍ سیمې ته چې له چین او بوتان سره پر پوله پرته ده، سل ګونه اضافي عسکر واستول شول.

د چین حکومت ویلي چې عسکر به یې په دوکلام کې چې بوتان ادعا ورباندې لري، ګزمې جاري وساتي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وانګ یې نن چهارشنبه خبریالانو تهوویل، حکومت یې هيله لري چې هند به لهوروستۍ پېښې زده کړه کړې وي.

خو په نوي ډیلي کې یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، روېټرزته ویلي چې د چین حکومت د سرک جوړولوپروژه بنده کړې او تخنیکي وسایل یې هم له سیمې لېرې کړي دي.

هند او چین د دې لپاره چې په دوکلام کې سیاسي لانجه په پوځي کړکېچ بدله نه شي، له "غلې ډپلوماسۍ" چې د چین ولسمشر او د هند صدراعظم د روان کال په جون میاشت کې په استانه کې د کتنې پر مهال موافقه ورباندې کړې وه، کار واخېست.

د هند دبهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې نيرو پاما راو روېټرز ته ویلي، دا کړکېچ باید د پوځي مانورونو پر ځای له سیاسي لارو حل شي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د هند په بحر او شاواخوا سیمه کې د چین د زیاتېدونکو پوځي فعالیتونو له امله اندېښنه لري.

د چین حکومت له دې امله له هنده ناراضه دی چې د تبتیانومذهبي مشر دلاي لاما ته یې پناه ور کړې ده.

د چین حکومت دلاي لاما ته د تبتیانو د یوه خطرناک بیلتون غوښتونکي مشر په توګه ګوري.

د چین حکومت همدا راز له امریکا او جاپان سره د هند د اړیکو له پراختیا خوشاله نه دی.

XS
SM
MD
LG