د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

امنیتي چارواکي: کابل کې د اختر لپاره امنیتي تدابیر سخت شوي


د کابل امنیه قومانداني وایي چې د اختر د رارسېدو په مناسبت‌یې په کابل ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

په داسې حال کې چې لوي اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د کابل امنیه قومندانۍ وایي چی د اختر د امنیت لپاره‌یې هلې ځلې جدي کړې دي.

د کابل سرپرست امنیه قوماندان سالم احساس د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پولیسو د تېرو ۱۵ ورځو د لاس ته راوړنو په اړه، په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې اضافی پولیس د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت د ټینګښت لپاره مؤظف شوي دي.

نوموړي کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې د اختر د مراسمو، جوماتونو او تفرېح ځایونو امنیت ټینګ شوی او خلک په ارامه زړه کولای شي چې د اختر خوښۍ ولمانځي.

ښاغلي احساس زیاته کړه:

"موږ د امنیتي تدابیرو بشپړ پلان ترتیب کړی، خپل چمتووالی لرو او ان‌شاءالله خپل ټول امکانات په کار اچوو چې زموږ محترم ښاریان د اختر مبارکې ورځې د امن او خوشحالۍ په فضا کې ولمانځي."

ښاغلي احساس وویل چې په کابل ښار کې د امنیت د ښه تأمین په هدف‌يې، یو شمېر حوزو ته د ګزمو لپاره موټرسایکلونه هم ورکړل چې ګټور به ثابت شي.

سالم احساس دا هم وویل چې د تېرو ۱۵ ورځو په اوږدو کې، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۳۵ بېلابېل ترورېستي او جنايي جرمونه تر سره شوي چې په تور يې ۳۹۵ کسان د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ په داسې حال کې د نویو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي چې د سې شنبې په ورځ د کابل ښار د دوهم مکروریانو په سیمه کې یوې انتحاري حملې لږ تر لږه ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

تر دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ د دغه ښار په قلعه نجارا سیمه کې د شیعه‌ګانو په یوه جومات په انتحاري او وسله‌واله حمله کې ۲۸ تنه ووژل شول او له ۵۰ ډېر ټپيان شول.

په ورته وخت کې د کابل یو شمېر ښاریان وايي چې د ناامنۍ وروستیو پېښو او همدارنګه د وسله‌والو مخالفینو ګواښونو ته په کتو، هره شېبه د یوې بدې پېښې د رامنځته کېدو احتمال شته.

دوی وایي:

"نوم مې محمد هارون دی، د امنیت په اړه اندېښنې شته، په دې وروستیو کې چاودنې زیاتې شوې دي، ټول خلک په وېره کې دي، حتی له کوره چې څوک راوځي، وېره ورسره وي، غوښتنه مې دا ده چې امنیتي ځواکونه باید د اختر په ورځو کې ښه امنیت تأمین کړي."

"نوم می بلال خان دی، ناامنۍ دومره وېرولی یم چی همدا اوس په دې لاره روان یم، هم ډارېږم، له امنیتي ځواکونو مې دا غوښتنه ده چې باید امنیت ته جدي پاملرنه وکړي."

د لوی اختر په رارسېدو د کابل ښار په واټونو کې، تر نورو ورځو ډېر امنیتي ځواکونه تر سترګو کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې استخباراتي او کشفي بنسټونه هم باید د امنیتي ګواښونو په مخینوي کی هېڅ ډول هڅې ونه‌سپموي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG