د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۱

خبرونه

چارواکي: په کابل کې د تېرې شپې چاودنې ۲ تنه وژلي

په کابل کې بېګا په چاودنه کې دوه تنه ووژل او درې تنه زخمیان شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند، بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه تقریباً د ماښام په اوو بجو وشوه.

بصیر مجاهد وویل:

"چاودنه په اتمه امنیتي حوزه کې، د ملي دفاع وزارت په یوه رنجر موټر کې شوې، یو پوځي او یو ملکي وګړی په‌کې وژل شوي دي، درې ملکي کسان زخمیان دي."

د حملې مسئولیت چا نه‌دی اخیستی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په ایران کې د ۲۰ تنو افغانانو د وژل کېدو پخلی شوی

په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت، یوې سرچینې وویل چې سفارت تراوسه په ایران کې د ۲۰ افغانانو وژل کېدا تثبیت کړې ده.

سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، نن (پنجشنبې) ازادي راډوی ته وویل، پر هغو ۶ تنو سربېره، چې د یوې کورنۍ غړي وو او د تهران په جنوب کې وژل شوي، سفارت د ۱۲ تنو نورو د جنازو د انتقال مکتوب صادر کړی او ۲ تنه هم په یوه بله جلا پېښه کې وژل شوي دي.

لا هم په دقیق ډول معلومه نه ده چې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په نتیجه کې څومره افغانان وژل شوي دي.

ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال اوسي.

د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی

د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سختو سېلونو وړاندوینه کړې ده.

د اروپايي اتحادیې د هوا پېژندنې ادارې کوپرنیک خبرداری ورکړی چې نن (پنجشنبې) او سبا (جمعه) د افغانستان د ختیځ، جنوب او لویدیځ په ګڼو سیمو کې د شدیدو سېلونو د راوتلو احتمال شته.

د طالبانو چارواکو هم له خلکو غوښتي چې له پُلونو، سیندونو او ټیټو سیمو څخه لېرې پاتې شي.

د وړاندوینو له مخې، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په جنوب ختیځ کې سخت بارانونه او سېلابونه دوام وکړي. په پکتیا، پکتیکا او د غزني او زابل ځینې برخې به تر ټولو سخت سېلونه جاري شي.

د هرات، کندهار، فراه، او خوست په شان په جنوبي او لویدیځو سیمو کې د ورښتونو او ورپسې د منځنۍ کچې سېلونو د راوتلو اټکل شوی دی.

نیمروز، بادغیس، میدان وردک، پروان، کاپیسا، هلمند او ځینې نورې سیمې به د کم شدت له سېلونو سره مخامخ شي.

تر دې مخکې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د چهارشنبې او پنجشنبې د ورځو لپاره په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او سېلونو د احتمال وړاندوینه کړې وه.

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې، د وروستیو سېلونو له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان مړه شوي دي. درنو بارانونو نه یوازې د خلکو مرګ ژوبله زیاته کړې، بلکې بنسټیزو تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ خبرې نن بیلېږي

د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ په چین کې خبرې نن پیلېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن (پنجشنبې) وویل چې دا خبرې نن په ارومچي کې کېږي.

هغه زیاته کړه چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو جګپوړي چارواکي ګډون لري.


پرون ځینو پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي و چې د ارومچي خبرې، چې د چین په منځګړتوب پیل شوي، بې نتیجې پای ته رسېدلې دي. خو

نن هم پاکستاني او هم طالب چارواکو وویل چې پرون د دوو هیوادونو پلاوی د خبرو ځای ته ورسېدل او نن به خبرې پیل کړي.

پرون طالبانو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان پر خاوره یې د درنو وسلو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې یو ماشوم وژل شوی او څو نور، چې هغوی هم اکثره ماشومان دي، ژوبل شوي دي.

چین تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

ټرمپ وايي، پر ایران به بریدونه په شدت دوام وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تېره شپه (چهارشنبې)، په یوه تلویزیوني وینا کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې په اړه وویل چې دا پوځي عملیات به په راتلونکو «دوو تر درېیو اوونیو» کې په شدت دوام وکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ به دا کار پای ته ورسوو او ډېر ژر به یې ختم کړو.»

ټرمپ په خپله وینا کې د ایران په اړه وویل: «موږ به په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې هغوی ته ډېر سخت ګوزارونه ورکړو. موږ به هغوی بېرته د حجر دروې ته ور وګرځوو؛ یعنې هغه ځای ته چې په دوی پورې اړه لري.»

ده همداراز وویل چې د امریکا ځواکونه به «ډېر ډېر ژر» په جګړه کې خپلو ټولو هدفونو ته ورسېږي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران پوځي وړتیا ډېره زیانمنه شوې او «د جګړې سخته مرحله پای ته رسېدلې ده.»

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې د ایران واکمنو «۴۵ زره خپل وګړي چې اعتراض یې کاوه، وژلي دي»، او زیاته یې کړه که دغه حکومت اتومي وسلې ترلاسه کړې وای، نو کولای یې شول دا ډول کړنو ته «تر اتومي چتر لاندې» دوام ورکړي.

هغه ټینګار وکړ چې دا موضوع باید تر دې مخکې حل شوې وای.

اسراییل پر خپله خاوره د ایران د دوو پړاوونو توغندويي بریدونو خبر ورکړ

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په سهار وختي اعلان وکړ چې د دې هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د ایران له لوري د توغندیو د دوو پړاوونو بریدونو ته ځواب ویلی دی.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د لومړي برید په ترڅ کې د هېواد په مرکزي سیمو کې څو ځایونه په نښه شول او لږ تر لږه څلور کسان د تل ابیب په سیمه کې برسېرن ټپیان شول.

پولیسو هم ویلي چې په څو ځایونو کې د توغندیو د لګېدو پېښې ثبت شوې دي، او ځینو راپورونو د دغو ځایونو شمېر تر ۹ پورې یاد کړی دی.

اسرائیلي رسنیو دا هم ویلي چې ځینې زیانونه ښايي د خوشه‌يي بمونو (کلستر بمونو) د کارولو له امله وي، هغه موضوع چې تر دې وړاندې هم ایران او اسرائیل یو بل پرې تورن کړي دي.

له دې بریدونو څه کم دوه ساعته وروسته، د اسرائیل پوځ اعلان وکړ چې د توغندیو دوهم پړاو هم توغول شوی، چې له امله یې د اسراییل په شمالي او مرکزي سیمو کې د خطر زنګونه وغږېدل.

خو په دوهم پړاو کې د مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه سمدستي راپور نه دی خپور شوی.

د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران د جګړې په اړه له پاکستاني منځګړو سره په تماس کې و

U.S. Vice President JD Vance speaks at Pointe Precision in Plover
U.S. Vice President JD Vance speaks at Pointe Precision in Plover

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د یوې " باخبره" سرچینې په حواله وویل چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس تر سه شنبې ورځې پورې د ایران د جګړې په تړاو له پاکستاني منځګړو سره په اړیکه کې و.

د دغې سرچینې په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ونس په ځانګړې توګه دغه پيغام انتقال کړی چې که د امریکا ځینې غوښتنې ومنل شي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند منلو ته چمتو دی.

ونس دغه پيغام هم لیږدولی چې که تهران هوکړه ونه کړي، پر زیربناوو به یې فشارونه زیات شي.

د سرچینې په باور، پاکستان هڅه کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه کې د منځګړي رول ولوبوي.

په افغانستان کې ۳۰ تنه په دورو ووهل شول

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ ( د حمل ۱۲مه) په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ تنه په دورو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دغه سزاګانې په ننګرهار، نیمروز، فرا او پکتیکا کې خلکو ته د دوی په ټکو ( نامشروع اړیکو، غلا او مور او پلار سره د بد چلند) په تور ورکړل شوي.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوشمېر دغه کسان په دوه کاله حبس هم محکوم شوي دي.

د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو دوام، تل د ملګرو ملتونو او بشري ادارو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

په تر ټولو تازه غبرګون کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل چې په افغانستان کې دغه ډول بدني سزاګانې د نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه ده.

د طالبانو حکومت بیا د خپلو دې کارونو ننګه کوي او د اسلامي شریعت د تطبیق هڅه یې بولي.

سیلابونو د افغانستان ډېره برخه ځپلې، لا هم د ورښت او سیلاب احتمال شته

ارشیف
ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې سیلابونو د افغانستان ډیره برخه متاثره کړې او د خلکو ژوند یې ګډوډ کړی دی.

دغه پروګرام پر خپله ایکس لیکلي چې ژغورونکي ټیمونه یې د زیانمنو شویو اړتیاوې ارزوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د هوا پیژندنې ادارې ویلي و چې چهارشنبه او پنجشنبه د افغانستان په شلو ولایتونو کې د شړکنده باران او سیلابونو احتمال شته.

پیښو سره د مبارزې چارواکو ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې په سیلابونو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه مړه شوي دي.

چین کې د سولې له خبرو سره همهاله، پاکستان نن ماښام پر کونړ بریدونه کړي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي چې د چهارشنبې په ماښام پر کونړ د پاکستان په توپچي بریدونو کې ۱ ملکي کس وژل شوی او ۵ نور ټپيان شوي دي.

دغه تلویزیون پر خپله ایکس پاڼه د پيښې د قربانیانو انځورونه خپاره کړي او زیاته کړې ده چې ټپيانو کې ۴ یې ماشومان دي.

وړاندې راغلي چې برید چهارشنبه ماذدیګر په ځایي وخت ۴ بجې او ۵۰ دقیقې د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس دوه سرکې سره شوی دی.

پاکستان پنځه اونۍ وړاندې پر افغانستان د بریدونو دغه څپه پيل کړه.

د تاوتریخوالي د دوام راپورونه داسې مهال ورکول کیږي چې نړیوالو اژانسونو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین په منځګړیتوب د پاکستان او د طالبانو د حکومت استازي د چین په اورمچي کې د سولې خبرو ته ناست دي.

تراوسه د اورمچي د خبرو جزییات رسنیز شوي نه دي او دواړو خواوو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټرمپ؛ د ناټو له پوځي تړونه پر وتو غور کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"د ناټو له پوځي تړونه پر وتو غور کوو".

ولسمشر ټرمپ دا خبره نن چهارشنبې ډیلي ټلګراف ورځپانې سره مرکه کې کړې.

هغه ناټو پوځي تړون یو "کاغذي پرانګ" بللی او زیاته کړې ده چې له اوږدې مودې راهیسې په دې تړون "باور" نه لري.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي،"موږ باید دا وڅیړو چې ایا ناټو خپل ماموریت په سمه توګه ترسره کوي یا په یو اړخیز سازمان بدل شوی دی".

د روبیو په ټکو،" امریکا له ناټو سره مرسته کوي، خو کله چې موږ خپلو شریکانو ته اړتیا ولرو، دوی اډې او هوايي حریمونه پر موږ تړي".

ولسمشر ټرمپ له مخکې په ځلونو د ناټو له پوځي تړونه د وتو خبرداری ورکړی و.

پر ایران د امریکا له برید وروسته، د ناټو یو شمیر هېوادونو له هغې ډلې اسپانیايې او ایټالیايي اجازه ورنه کړه چې له هوايي حریمونو يې پر ایران بریدونه وشي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG