د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، که طالبان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي دا کار د زور نه بلکې د خبرو له لارې هم کېدای شي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، د طالبانو دا دریځ چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به جګړه کوي د هېڅ لوري په ګټه نهشي تمامېدای.
ښاغلي مسلمیار د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبان کولای شي د سولې له بهیر سره تر یوځای کېدو وروسته له حکومت سره په ګډه د یوه خاص مېکانیزم له مخې د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړي.
نوموړي وویل:
"که رښتیا طالبان غواړي چې جنګ پای ته ورسېږي نو د دې پر ځای چې دلته د امریکا د حضور په اړه ګواښونه وکړي رادېشي له حکومت سره د خبرو اترو سلسله مخ ته یوسي او په داسې یو مېکانیزم دې کار وکړي چې د امریکا حضور د اړیکو او خبرو له لارې په افغانستان کې ختم شي."
ښاغلی مسلمیار وروسته تر هغې دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن یوه امریکايي ټلوېزیون ته ویلي چې په افغان جګړه کې به د امریکا صبر او زغم ناتمامه وي.
ټېلرسن دغهشان ویلي چې پر طالبانو د زیات فشار راوړلو لامل هم دا دی چې دغه ډله د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي دا هم ویلي چې ښايي افغان جګړه ګټونکی ونهلري، خو طالبان باید په دې پوه شي چې امریکا له افغانستانه څخه نهوځي.
په ورته وخت کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې د دغه هېواد یو شمېر ځواکونه او الوتکې هم وار له مخه افغانستان ته رارسېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا ویلي، تر کومه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نهوي وتلي دوی به جګړې ته دوام ورکړي.
دا چې له یو خوا امریکا په افغان جګړه کې د ناتمامه زغم خبره کوي او بلخوا طالبان هم پر جګړې ټینګار کوي په داسې یو حالت کې د حل لاره څه کېدای شي؟
همدغه پوښتنه مو د سیاسي چارو له کارپوه انتظار خادم نه وکړه.
نوموړي وویل:
"د افغان حکومت لپاره لازمه ده چې دوی نشنلیزم یا د ملت پالنې د حس پر بنسټ هم امریکایانو او هم طالبانو ته دا خبره تلقین کړي چې د امریکا د حضور دوام او د طالبانو د جګړې ګرم ساتل دا د حل لاره نهده، ځکه که دلته امریکایان موجود وي او طالبان هم جګړې ته دوام ورکړي، نو افغان حکومت به ورځ تر بلې د زوال او انحطاط پر لوري ولاړ شي."
اخوا د افغانستان د سولې عالي شورا هم پر طالبانو غږ کوي چې له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي.
د دغې شورا مرستیال حاجي دین محمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا چې امریکایان په افغانستان کې د ناتمامه زغم خبره کوي ښايي دوی هغو هېوادونو ته هم څرګند پیغام ولېږدوي چې له طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو نه ملاتړ کوي.
راپور: محمدحدیث پردېس