د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

ټایمز: امریکايي ځواکونه به افغانستان کې د لسیزو لپاره پاتې شي


ټایمز:

داسې ښکاري چې امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې د هغوی د شمېر له زیاتیدا وروسته د لسیزو لپاره پاتې شي، دا خبره په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال ډیویډ پیټرویس ټایمز ورځپاڼې ته کړې ده.

ټایمز لیکي:

جنرال ډیویډ پیټرویس چې د امریکا د سي ای اې د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې او په عراق کې د شخړو په کمېدو کې د خپل نوښت په خاطر هم ستایل شوی، په افغانستان کې د امریکا د حضورپه تړاو د کوریا له جګړې وروسته په جنوبي کوریا او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د حضور یادونه کړې ده.

پیټرویس ټایمز ته ویلي، که څه هم دا له افغانستان سره کاملاً نه شي پرتله کیدای ځکه په دې هېواد کې عملاً جګړه روانه ده خو کله چې زموږ ملي اساسي ګټو ته د خطر مسئله مطرح شوې، موږ خپلې هڅې جاري ساتلي او زه فکر کوم چې په افغانستان کې هم همدا د دوامداره ژمنې مسئله مهمه ده خو دا پوښتنه هم باید وشي چې دغه دوامداره هڅې د څه لپاره؟

د ټایمز په لیکنه جنرال پیټرویس د دې اټکل نه‎شي کولای چې د ناټو ځواکونه به څومره وخت په افغانستان کې پاتې شي خو د دې یادونه کوي چې دغه ۱۶ کلنه جګړه به چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، دوام وکړي.

پیټرویس وایي، دغه جګړه ښایي یوه لسیزه نه بلکه څو نور کلونه هم دوام وکړي او زیاته یې کړه چې موږ یو نسل په دغه جګړه کې ښکېل یو او همدا علت دی چې دې ته اړتیا لرو چې خپل تعهدات جاري وساتو.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو پخواني قومندان جنرال ډیویډ پیترویس ټایمز ورځپاڼې ته د دې خبرې هرکلی هم کړی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره یوه نېټه نه‎ده ټاکل شوې.

هغه د امریکا پر پخواني ولسمشر بارک اوباما چې له دې هېواده یې د ځواکونو د وتلو لپاره مهالویش ټاکلی و انتقاد کړی و او ویلي وچې دا مسئله پر قوماندانانو فشارونه زیاتوي.

جنرال پیټرویس د دې هرکلی کوي چې له افغانستان سره شوې ژمنې به د دې هېواد په شرایطو پورې تړلې وي.

جاپان ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي د پخواني ولسمشر بارک اوباما په نسبت په تېره بیا له دواړو خونو ډېره ستایلې.

یوه دا چې په کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه نه‎ده مشخص شوې او هغه د دې هېواد په شرایطو پورې تړل شوې او بله هم دا چې د اوباما د ادارې په نسبت د ټرمپ ادارې لڼډ مهاله سیاسي ګټې له پامه غورځولې دي.

جاپان ټایمز ورځپاڼې دغه راز د مطلب په یوه برخه کې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د یوه بل مهم اړخ پاکستان په اړه د ټرمپ څرګندونو ته هم اشاره کړې او وایي، ټرمپ له پاکستان سره د امریکا له پیچلو اړیکو پرده پورته کړه او دا هېواد یې سخت دریځو او تروریستي ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړ.

د ورځپاڼې په وینا هغوی به چې په تیرو ۱۶ کلونو یې په افغانستان کې کار کړی، خوښ وي چې د امریکا له یوه ولسمشره دا ډول څرګندونې اوري.

XS
SM
MD
LG