ګلزار عالم، د پښتو موسیقۍ هغه نوم دی چې د لر او بر ټول پښتانه ورسره اشنا دي.
ښاغلی ګلزار عالم پر ۱۹۸۸میلادي کال د پښتو موسیقۍ ډګر ته راوتی او په خبرهیې تر دې دمهیې له ۱۲۰۰ زیات پښتو البمونه ثبت او مارکېټ ته وړاندې کړي دي.
ګلزار عالم د خپل هنري سفر په بهیر کې پر پښتو سربېره په اردو ژبې هم نظمونه او غزلې ویلي چې د مینهوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
د ګلزار عالم د نوم په اورېدو د پښتو موسیقۍ او د هغه د مینهوالو پر ذهنونو سمدستي د هغه په غږ زمزمه شوې د کوزې پښتونخوا د نامتو شاعر رحمت شاه ساېل هغه انقلابي نظم:
"راواخلئ بیا د انقلاب سره مشالونه ګلالو زلمو--دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب"
انځورېږي چې ښاغلي عالم کلونه وړاندې د ضیاءالحق د پوځي دکتاتورۍ پر مهال هغه وخت ویلی و چې پښتانه له سخت اختناق او قیوداتو سره مخ وو.
د ازادي راډیو خبریال ذبیح مومند له ګلزار عالم سره د هغه پر هنري ژوند، د دغه انقلابي نظم د ویلو پر پس منظر او د پښتو موسیقۍ د روان بهیر په ګډون په یو شمېر هنري مسایلو هر اړخیزه مرکه کړې چې په یوه سندره پیلېږي او تاسو یې اورېدو ته رابولو.
مرکه: ذبیح مومند