د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

د ایران یو وتلی مخالف سیاستوال ابراهیم یزدي د ۸۶ کلنۍ په عمر وفات شو


ابراهیم یزدي د ایران یو وتلی مخالف سیاستوال او د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر و چې له ایت‎الله خمیني سره‌یې نېږدې اړیکې درلودې.

یزدي له اوږدې مودې ناروغۍ وروسته د ترکیې په ایزمیر ښار کې د ۸۶ کلنۍ په عمر وفات شو.

د هغه د مړیني خبر د ایران نیمه رسمي خبري اژانس اېسنا پرون ورکړ.

یزدي چې د پانقراس په سرطان اخته و، د دې ښار په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

ویل کېږي چې د هغه جنازه به ایران ته ولېږدول شي او په خپل پلرني ښار قزوین کې به خاورو ته وسپارل شي.

یزدي چې کلونه-کلونه‌یې د امریکا په متحده ایالاتو کې په جلا وطنۍ کې تېر کړي او د ایران د شاه محمد رضا پهلوي د رژیم پر ضد یې مبارزه کوله، په ۱۹۷۱ میلادي کال کې د امریکا د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړی و.

یزدي دغه‌راز ایت‎الله خمیني ته چې هغه وخت په فرانسه کې اوسېده هم سلا او مشورې ورکولې.

په ۱۹۷۹ میلادي کال کې په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته چې د شاه رژیم نسکور شو یزدي ایران ته ستون شو او د مؤقت صدراعظم مهدي بازرګان په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.

بازرګان، یزدي او ټولې کابینې د ۱۹۷۹ کال په نومبر کې په تهران کې د امریکا پر سفارت د حملې په وړاندې د اعتراض په توګه استعفاوې وکړې.

په دغې حمله کې په لسګونه امریکایي ډیپلوماتان برمته ونیول شول.

دوی اندېښنه څرګنده کړې وه چې دغه مسئله به په نړیوال ډګر کې د ایران حیثیت او اعتبار ته زیان ورسوي او دا هېواد به منزوي کړي.

یزدي د ایران د ازادۍ د غورځنګ یو مؤسس غړی او مخکښ مشر و.

دغه غورځنګ چې یو سیکولر غورځنګ و حکومت په ۲۰۰۲ میلادي کال کې منع اعلان کړ.

په ۲۰۱۱ کال کې چې یزدي د اتیا کالو و، د ملي امنیت او درواغو د خپرولو په ګډون د امنیتي تورونو په خاطر محاکمه شو او په اتو کلونو بند محکوم شو.

دا هغه تورونه دي چې په ایران کې معمولاً په سیاسي فعالانو لګول کېږي.

هغه وخت راپورونه خپاره شول چې ګواکې یزدي له دې ډډه کړې وه چې له ځانه دفاع وکړي او ویلي و چې انقلابي محکمه د دې صلاحیت نه‎لري چې دغه قضیه وڅېړي.

یزدي وروسته د روغتیایي دلایلو له امله په ضمانت خوشې شو.

له هغې وروسته یزدي ډېر په محافلو کې راڅرګند نه‎شو.

هغه په ۲۰۰۸ میلادي کال کې نیویارک ټایمز ته ویلي و چې د ایران سیاسي سیستم یو مستبد سیستم دی.

XS
SM
MD
LG