د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

مالیې وزارت: سږ کال به د تېر په پرتله ۱۵ سلنه زیات عواید تر لاسه شي


د افغانستان د مالېې وزارت وايي، ټاکل شوې چې په روان لمریز کال کې، له مالیه ورکوونکو څخه ۱۵۳ میلیارده افغانۍ مالیه راټوله کړي.

دغه وزارت وايي، د روان لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو را ټول شوي عواید ښيي چې سږ کال به د تېر کالپه پرتله ۱۵ سلنه زیات عواید تر لاسه شي.

د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال نجیب الله وردګ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د روان لمریز کال تر پای پورې به له لویو، منځینو او وړو مالیه ورکوونکو او ګمرکونو څخه ۱۵۳ ملیارده افغانۍ مالیه راټوله شي.

ښاغلی وردګ وایي:

"کوم هدف چې د ۱۳۹۶ کال لپاره ټاکل شوی، ۱۵۳ میلیارده افغانۍ دی، دا اندازه د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي، تېر کال مو هدف ۱۳۲ ميلیارده افغانۍ و، په تېر کال کې مو هم له وړم کال څخه زیات عواید راټول کړي وو، د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو عواید د تېر کال د همدې مودې له عوایدو څخه ۹،۷ سلنه زیاتوالی ښيي."

ښاغلي وردک وویل، د زیاتې مالیې د تر لاسه کېدو لامل، اصلاحات، د ظرفیتونو لوړېدل، د معیاري پالېسیو جوړول او په چارو کې روڼتیا ده.

د مالېې وزارت چارواکو دا هم وویل چې د مالیې په را ټولولو کې ځینې ستونزې هم شته او هغه دا چې تر اوسه هم ځینې مالیه ورکوونکي هڅه کوي چې د ټاکلې مالیې له ورکولو ډډه وکړي.

د چارو پوهان وايي، یوازې له خلکو څخه عواید را ټولول، د حقیقي مالېې اصل نه دی، بلکې حکومت ته پکار ده چې مالیه ورکوونکو ته داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې هغوی پخپله د مالېې ور کولو ته چمتو شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې سید قیاس سعیدي ازادي رادیو ته وویل، حکومت باید د مالېې د اخېستلو له اصولو سره سم له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي>

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"حکومت چې کوم خدمات سرته رسوي، د یوه مسؤل په توګه له خلکو سره دا ژمتیا لري چې هغوی ته امنیت راولي، کلینکونه او زېربناوې ورته جوړې کړي او د هغوی سر او مال خوندي وساتي او دا د حکومت ژمنې دي چې له خلکو سره یې لري."

ښاغلی سعیدي وايي، اداري فساد هم یوه لویه ستونزه ده چې د عوایدو پر زیاتېدو منفي اغېز پرې باسي.

د ا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له هېواد څخه د پانګو د فرار یوازنی لامل، د امنیت او لازمو خدماتو نه شتون دی.

د مالېې وزارت وايي، د دې وزارت د ترتیب شویو نویو پالېسیو د پلي کېدو سره به، دعوایدو د برخې ستونزې له منځه لاړې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG