د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۷

پاکستان ټلويزون د بلوچستان په ځايي ژبو د هنر ودې ته توجه کمه کړې


د پاکستان دولتي ټلويزون تر پيلېدو يو کال وروسته په ١٩٧٤میلادي کال کې په کوټه کې هم په خپرونو پيل وکړ چې د اردو ژبې په شمول يې په پښتو، بلوڅي او براهوي ژبو هم خبرونه او نور پروګرامونه پيل کړل.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې په سلګونو ډرامې جوړې کړې، بې شمېره مشاعرې او د موسيقۍ پروګرامونه يې جوړ کړل، خو په وروستيو لسو کلونو کې يې بودجه کمه شوې او د هنر ټولو اړخونو ته يې توجه کمه شوې ده.

د بلوچستان هنرمندانو په کوټه کې يوې خبري غونډې ته په خبرو کې شکايت وکړ چې په لسګونو کلونه يې د پاکستان ټلويزون له لارې د ډرامې او موسيقۍ په برخه کې خدمت وکړ، خو اوس دې ټلويزون نه يوازې نوې ډرامې نه جوړوي، بلکې د هنرمندانو د کلونو- کلونو حق الزحمې او تنخاوې هم نه ورکوي.

د پښتو نوميالى طنزيه ډرامه جوړوونکى حبيب پانيزى وايي، پښتو، بلوڅي او براهوي ژبو ته د دولتي ټلويزون کمه توجه به د دغو ژبو د ډرامو، موسيقۍ او هنر وده په ټپه و دروي.

د پښتو نوميالى طنزيه ډرامه جوړوونکى حبيب پانيزى
د پښتو نوميالى طنزيه ډرامه جوړوونکى حبيب پانيزى

دی وايي:

"دا زموږ د کلتور تاوان دى، زموږ د ژبې تاوان دى، د ليکوالو تاوان دى، استعدادونو ته يې زنګ لګېږي. موږ به نوي هنرمندان جوړول، نوي ليکوال به معرفي کول، د هغوى لاره و درېدله. پي ټي وي چې تور و سپين وو زه له هغې زمانې ورسره کار کوم، خو اوس چې ما کار زده کړ او چاته زدکړه ورکولاى شم، نو داسې وخت راغى چې دا اداره په ټپه و درېده، همدا پي ټي وي زموږ اکاډمۍ وه. "

د بلوڅي او پښتو ژبې نوميالى هنرمند ايوب کوسو وايي، پاکستان ټلويزون يوازينۍ اداره ده چې د بلوچستان د ډرامه جوړوونکو، سندرغاړو او ليکوالو په جوړولو کې يې زياته برخه اخېستې ده او همدې ادارې دوى ته زيات شهرت ور په برخه کړى دى، خو اوس په‎کې د هنرمندانو په شمول د تفريحي پروګرامونو کارکوونکو هم کار پرېيښى دى، ځکه چې وايي، دغه اداره د خپلو کارکوونکو د حق الزحمې دېرش ميليونه کلدارې پوروړې ده.

د بلوڅي او پښتو ژبې نوميالى هنرمند ايوب کوسو
د بلوڅي او پښتو ژبې نوميالى هنرمند ايوب کوسو

دی وايي:

"د بلوچستان د هنرمندانو لپاره په شخصي ادارو کې داسې څه نه شته چې دوى په‎کې خپل استعدادونه وځلوي، د کراچۍ، لاهور يا اسلام اباد د هنرمندانو لپاره شخصي ټلويزونه زيات دي او دوى ته زيات وخت ورکوي. د بلوچستان هنرمندانو، موسيقارانو او ليکوالو ته هلته هيڅ برخه نه ورکول کېږي. موږ غواړو چې زموږ پاکستان ټلويزون دي بيرته فعاله شي او هغسې ډرامې، موسيقي او مشاعرې دي پکې پيل شي. "

د پاکستان ټلويزون خو اوس هم پرله پسې ډرامې او د موسيقۍ پروګرامونه خپروي، نو آيا دا ډرامې نوې نه‎دي که څنګه؟

هنرمند حبيب پانيزى وايي، له تېرو څلورو کلونو يوه نوې ډرامه هم نه ده جوړه شوې او زړې ډرامې په تکراري ډول خپرېږي:

"له څلورو کالو د پښتو ډرامه سېريل نه‎دى شوى، ځکه خو احتجاج کوو. موږ چې پخوانۍ کومې ډرامې جوړې کړې دي، له څلورو کالو تر سل دوه سوه واره زياتې خپرې شوې دي، نوې ډرامې نه جوړېږي، دوى وايي بودجه نه شته، بودجه پر کومه ځي دغه بودجه خو مخکې هم ورته راتله. "

په پاکستان کې اوس د پخوا په پرتله شخصي ټلويزوني چينلونه ډېر زيات شوي چې ځينې خو يې يوازې د هنر او موسيقۍ لپاره ځانګړي شوي دي.

په پښتو کې هم څو شخصي چېنلونه د خبرونو تر څنګ موسيقي او ډرامې هم خپروي، خو هنرمند حبيب پانيزى وايي، دغه شخصي ټلويزونه هم د نويو ډرامو جوړولو ته توجه نه کوي او د نورو ژبو ژباړلې ډرامې خپروي، چې زموږ له کلتور سره اړخ نه لګوي:

"د دېرش او پينځه دېرش کروړه روپيو چېنل ته پيلوې، خو پر يوه ډرامه لس لکه ۱۵ لکه کالدارې نه‎شې خرڅولاى. ترکي ډرامه يا هندي فلم را واخلې په پښتو يې و ژباړې، په پښتو وايي [زه روان يم د بګوان پوجا کوم] اوس د بګوان پوجا پښتانه کله کولاى شي، نو دا که کټ مټ خپروې نو ته خپل کلتور او ژبه خرابوې، بايد چې دوى خپلې ډرامې جوړې کړي. "

د بلوچستان هنرمندان شکايت کوي چې په دولتي ټلويزون کې په پښتو، بلوڅي او براهوي ژبو د خپرونو، د ډرامو د کمښت او د هنرمندانو د حق الزحمو ستونزه يې په وار- وار د بلوچستان د کلتور او ټورېزم وزارت او د اطلاعاتو مرکزي وزارت ته وړاندې کړې، خو غږ يې نه دى اورېدل شوى.

دوى غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې پر پاکستان ټلويزون د هنرمندانو پاته حق الزحمې او تنخاوې ورکړل شي او بيرته دي په پښتو، بلوڅي او براهوي ژبو د نويو ډرامو، د موسيقۍ د پروګرامونو او مشاعرو لپاره بوديجه ځانګړې شي.

تفصيل د بارکوال مياخېل په رپوټ کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:33 0:00

XS
SM
MD
LG