د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتېژۍ اعلان

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن سې شنبه د کابل په وخت د سهار په ۰۵:۳۰ د افغانستان او د سوېلي اسیا په ...

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ هرکلی وکړ.

سټولټنبرګ نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې زموږ دا هدف پر ځای دی چې افغانستان به هېڅکله بیا د هغو ترورېستانو لپاره په ځاله بدل نه ‎‌شي چې زموږ هېوادونه ګواښي.

بل‌خوا په کابل کې د امریکا سفارت ځانګړي شارژدافیر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان حکومت باید د اصلاحاتو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.

هوګو لارنس ویلي، افغان حکومت باید خپلې مهمې ژمنې لکه د انتخاباتو ترسره کول او د فساد له‌منځه وړل عملي کړي.

افغان ولسمشر د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ هرکلی وکړ.

محمد اشرف غني نن سې شنبه کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د وینا پر مهال دا ورځ د افغانانو لپاره خاصه وبلله ځکه د ده په خبره امریکا به د زماني قید پرته له افغانستان سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني د کندهار چارواکو سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا ګاونډیو ته پیغام ورکړ چې با ثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی.

د کابل په وخت نن سهار د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان او په هغه کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپلې همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.

ولسمشر ټرمپ پر پاکستان‌ غږ وکړ چې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې همکاري وکړي.

ده وویل چې اوس په پاکستان کې د ترورېستانو ځالې او پناه ځایونه شته چې له هغه ځایه د امریکا خلک په نښه کېږي.

ټرمپ وویل:

"زموږ سرتېري به د کامیابۍ لپاره مبارزه وکړي. موږ به مبارزه وکړو څو بریالي شو. تر دې وروسته به بریالیتوب یو واضح تعریف ولري."

ولسمشر ټرمپ په څرګنده وویل چې د افغان حکومت وسله‎وال مخالفین باید پوه شي چې هېڅکله به د امریکا له نظره لیرې نه‎شي او په نښه به شي.

تر دې وړاندې یو شمېر امریکایي چارواکو او قوماندانانو ویلي وو چې ښایي تر څلور زره نور امریکایي پوځيان افغانستان ته واستول شي، خو ولسمشر ټرمپ وویل، د دقیقو شمېرو اعلان له‎ دې کبله باید لومړیتوب ونه‎لري چې د هغوی لپاره وضعیت او شرایط ډېر مهم دي.

یو شمېر سیاسي ګوندونه او وکیلان: د امریکا ستراتېژۍ ډېرې پوښتنې ځواب کړې

یو شمېر سیاسي ګوندونه او د ملي شورا ځیني غړي وايي، د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ روښانه کېدو ډېرې پوښتنې ځواب کړې.

د جمهوري غوښتونکي ګوند مشره عادله بهرام وايي، په ستراتېژۍ کې د افغانانو هغه غوښتنې چې له کلونو یې پرې ټینګار کاوه ځای شوې دي.

اغلې بهرام د سې شنبه په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا له لوري پر پاکستان د ترهګرو د ځپلو په برخه کې فشار راوړل په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره ښه پیلامه کېدای شي.

بهرام وايي:

"موږ د یوه سیاسي ګوند په توګه له دې ستراتېژۍ ملاتړ کوو ځکه په دغې ستراتېژۍ کې څو اساسي ټکي وو، یوه هغه دا وه چې پر پاکستان به فشار راوړل کېږي چې دا مسئله په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په معنی کېدای شي."

دا په داسې حال کې ده چې له میاشتو میاشتو انتظار وروسته نن د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا تګ‎لاره اعلان کړه.

د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې لوی ټکي دا دي چې په افغانستان کې به‌یې ځواکونه له زماني قید پرته مېشت وي، پر پاکستان به د ترهګریزو ځالو د له‎منځه وړلو لپاره فشارونه زیاتېږي او همداراز هند باید په افغانستان کې لا ډېر رول ولوبوي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا انتقاد کوي چې په نوې تګلاره کې چین ته چې په سیمه کې مهم هېواد دی د ونډې نه‌ورکول ستونزې رامنځته کولای شي.

د سیاسي چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي، د امریکا له لوري د چین د رول بابېزه ګڼل دې اندېښنې ته قوت ورکوي چې په سیمه کې د امریکا پر خلاف د چین، روسیې، ایران او پاکستان ګډ ائتلاف رامنځته شي.

دی وايي:

"د افغانستان په قضیه کې د چین رول بېخي نالیدلی نیول شوی، په داسې حال کې چې سیال هند ته‌یې په سیمه کې پراخه ونډه ورکړل شوې ده چې دا به د چینایانو لپاره ډېره د خوښۍ خبره نه‎وي او دوی به په دې برخه کې اقدامات وکړي چې دا د افغانستان د ثبات لپاره ښه خبره نه‎ده."

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، د پخوا په پرتله امریکا په واضح توګه پر پاکستان د فشار خبره کړې، خو د پلي کېدو په اړه‌يې شک ښيي.

دوی زیاته کړه:

"حمیداالله ځدراڼ یم، د کابل ښار اوسېدونکی، ما چې څه غوښتل هغه په‎کې راغلي، خو اوس مهمه خبره دا ده چې دوی عمل کې څه کوي پر پاکستان څنګه فشار راوړي."

"امین فضلي یم، دا به یو څه ګټوره تمامه شي ځکه چې په دې ستراتېژۍ کې راغلي چې امریکا هغه پیسې چې پاکستان ته‌یې ورکوي هغه به بندوي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی فتح‌الله قیصاري له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د امریکا د تګ‎لارې له اعلان څخه هرکلی وکړ، خو وړاندیز یې دا دی چې امریکا باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر هر څه وړاندې د سولې له بهیره د ملاتړ تر څنګ افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې، د ارګ کوم ټکي خوښ شوي؟

د افغانستان جمهوري ریاست د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ هرکلی کوي او وایي چې په هغې کې پر مهم ټکي له هېواده بهر د ترهګرو د مرکزونو د له‌منځه وړلو په ګډون، د نړیوال ترورېزم په وړاندې مبارزه کې، د پاکستان او د سیمې د هېوادونو پر جدي همکارۍ ټینګار شوی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‌الله ازاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان لپاره د دغې ستراتېژۍ یو بل مهم ټکی دا دی چې له دې هېواد سره د امریکا هڅې له زماني پلوه نه‌محدودېږي.

ښاغلي ازاد د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري سره د مرکې په پیل کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ په اړه څرګندونې لري.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00
مستقیم لېنک

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG