د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتېژۍ اعلان

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن سې شنبه د کابل په وخت د سهار په ۰۵:۳۰ د افغانستان او د سوېلي اسیا په ...

د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا له نوې ستراتېژۍ هرکلی کوي او وايي چې دا ستراتېژي د ټولې سیمې په ګټه ده.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه ‌حسین مرتضوي نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د امریکا نوې ستراتېژي د سیمې هېوادونه اړ باسي تر څو له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مسؤلانه عمل وکړي.

ښاغلی مرتضوي وايي:

"په مجموعي ډول هغه څه چې د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې اعلان شوي د ټولې سیمې په ګټه ده او له ټولو مهمه دا ده چې د سیمې هېوادونه اړ باسي تر څو له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مسؤلانه عمل وکړي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بالاخره تېره شپه د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو یا د ځواکونو د ایستلو یادونه ونه‌‌کړه، خو پر پاکستان‌یې بیا بیا غږ وکړ چې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې همکاري وکړي.

وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژي پر اعلان غبرګون ښودلی او د دوی پر وړاندې یې د جګړې پر شدت او دوام ټینګار کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بالاخره تېره شپه د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو یا د ځواکونو د ایستلو یادونه ونه‌کړه، خو پر پاکستان‌یې بیا بیا غږ وکړ چې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې همکاري وکړي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه د افغانستان او سیمې لپاره د خپلې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په نتیجه کې خلا رامنځته کېږي او هغه څه پېښېدای شي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه وشول.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلي ټرمپ وویل:

"زه په افغانستان کې د امریکا د ګټو په اړه ۳ اساسي نتیجو ته ورسېدم، لومړی زموږ ملت باید د زیاتو قربانیو، په ځانګړي ډول له انساني تلفاتو وروسته قاطع نتیجه تر لاسه کړي، زموږ نارینه او ښځینه د بریالیتوب مستحق دي، دوهم د ژر وتلو نتیجه هم د نه اټکل او نه‌منلو وړ ده، د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې حمله په افغانستان کې پلان شوه او له هماغه ځایه هدایت شوې وه، ځکه چې په دې هېواد کې د داسې چا واکمني وه چې ترورېستانو ته‌یې پناه ورکړې وه، نو د ځواکونو په بیړه ایستل به د القاعده او داعش په شمول ترورېستانو ته خلا په لاس ورکړي او هماغه څه به تکرار شي چې د سپټمبر په ۱۱مه وشول او یا له عراق څخه زموږ د ځواکونو له وتلو وروسته وشول، له عراقه زموږ د ځواکونو وتلو داعش ته موقع ورکړه چې منظم شي، حملې وکړي او سیمې ونیسي، موږ په افغانستان کې دا تېروتنه نه‌تکراروو، درېيمه او وروستۍ خبره دا ده چې زه دې نتیجې ته رسېدلی یم چې د افغانستان او سیمې خطر حتمي دی، نن ۲۰ ترورېستي ډلې چې امریکا پېژندلي، په افغانستان او پاکستان کې فعالې دي."

ښاغلي ټرمپ همداراز وویل چې په پیل کې ده غوښتل چې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي، خو کله چې په سپینه ماڼۍ کې د کار د مېز شاته کېناست، د افغانستان ستونزې ورته څرګندې شوې.

ډونالد ټرمپ زیاتوي:

"زما اصلي اراده دا وه چې له افغانستانه ځواکونه وباسم او ما تل خپلې غوښتنې اجرا کړې دي، خو ما په خپل ژوند کې اورېدلي چې کله په سپینه ماڼۍ کې د مېز شاته کېنې او د امریکا ولسمشر شوې، وضعیت بدلېږي، ما د افغانستان په اړه بشپړه مطالعه وکړه او له هرې زاویې مې ورته وکتل، ډېرې غونډې مې پرې وکړې، تر دې چې تېره اوونۍ مې له خپلو پوځي مشرانو او جنرالانو سره، د دې لپاره چې ستراتېژي بشپړه کړو، غونډه وکړه."

ښاغلي ټرمپ وویل چې امریکا به د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ده همداراز وویل چې په پاکستان کې به د ترورېستانو د پناه ځایونو په وړاندې غلی پاتې نه‌شي.

ده وویل چې پاکستان پخوا د امریکا ښه شریک و او له پخوانیو مرستو یې مننه کوي، خو اوس په پاکستان کې د ترورېستانو ځالې او پناه ځایونه شته چې له هغه ځایه د امریکا خلک په نښه کېږي.

نوموړي وویل:

"پاکستان ډېر ځله د ګډوډۍ، تشدد او ترور عناصرو ته پناه ورکړې ده، ګواښ شدید دی، ځکه چې پاکستان او هند دوه اټمي هېوادونه دي او د دوی کړکېچنې اړیکې په شخړې بدلېدای شي او دا کېدای شي."

ولسمشر ټرمپ له هند سره د همکاریو د دوام یادونه وکړه او هند یې په دې وستایه چې له افغانستان سره‌یې د میلیاردونو ډالرو مرسته کړې ده.

ده افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو، د هغو د شمېر او د ځواکونو د ایستلو په اړه وویل چې په دې هکله د دې لپاره څه نه‌وايي چې نه‌غواړي، دښمن ورڅخه ګټه واخلي.

کریمي: د امریکا ستراتېژي هیله بخښونکې ده، خو د تطبیق چاره‌یې باید وشي

د افغان ملي پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي وايي چې د افغانستان په اړه د امریکا ستراتېژي هیله بخښونکې ده، خو د تطبیق چاره‌یې هم باید وشي.

جنرال کریمي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د سې شنبې په ورځ وویل چې له افغانستان څخه د ګڼو امریکايي او بهرنیو پوځیانو وتل یوه تېروتنه وه چې د دښمن په ګټه تمامه شوه، خو په اوسنۍ ستراتېژۍ کې شته مسایل باید، یو په یو تطبیق شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نوې ستراتېژي اعلان کړه چې په‌کې یې له افغان پوځ او حکومت سره د همکارۍ او مرستو په دوام ټینګار وکړ او پاکستان ته‌یې د ترورېستي ډلو د پټنځایونو په سبب ګواښ وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت له پخواني لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي سره د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې له پوځي پلوه د امریکا د نوې ستراتېژۍ د تطبیق د څرنګوالي پوښتنه کړې ده.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:45 0:00
مستقیم لېنک

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG