د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

امریکا او جنوبي کوریا نن خپل کلني پوځي تمرینات پیل کړل


د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا نن خپل کلني پوځي تمرینات پیل کړل.

دغه ګډ پوځي تمرینات به د تر لسو ورځو دوام وکړي.

په ‎دې ګډو پوځي تمریناتو کې د امریکا شااوخوا ۱۷ زره او ۵۰۰ او د جنوبي کوریا ۵۰ زره سرتېري برخه لري چې تر څنګ‌یې د استرالیا، بریتانیا، کاناډا، کولمبیا، ډنمارک، هالنډ او نیوزیلنډ په ګډه ۳۰۰۰ سرتېري په همدې تمریناتو کې شامل دي.

دغه ګډ مانورونه چې "Ulchi Freedom Guardian" یا د اولچي د ازادۍ ساتونکي نوم ورکړل شوی د سیمې په وخت نن سهار وختي پیل شوي دي او ویل کېږي چې د اګسټ تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په‎دغو تطبیقاتو کې به د داسې کمپیوټري وسیلو ازمویل هم شامل وي چې د اټمي ځواک لرونکي شمالي کوریا سره د جګړې د چمتووالي لپاره ډیزاین شوي دي.

چارواکي وایي، په‎ دغو تطبیقاتو کې به ساحوي تمرینات لکه د ډزو کول او د ټانکونو مانورونه شامل نه‎وي، بلکې تر ډېره پر دې کار کېږي چې سرتېري هغه کمپیوټري روزنه وویني چې څنګه په جګړې کې ورښکېل شي او د پرېکړې کولو وړتیا ته پراختیا ورکړي.

د جنوبي کوریا ولسمشر "مون جه-اېن" نن ویلي چې دغه تمرینات دفاعي بڼه لري.

نوموړي نن په سیول کې د کابینې غونډې ته وویل چې له امریکا سره د دغو ګډو پوځي تمرینونو هدف په سیمه کې د کړکېچ زیاتول نه‎دي.

د جنوبي کوریا ولسمشر
د جنوبي کوریا ولسمشر

دی وايي:

"هېڅ ډول د دې هڅه نه‎کېږي چې له دغو پوځي تطبیقاتو سره چې هر کال ترسره کېږي، د کوریا په ټاپو وزمه کې پوځي کړکېچ زیات شي. شمالي کوریا باید د امن د ساتلو لپاره زموږ په هڅو کې له مبالغې کار وانه‎خلي او نه‌هم له دغو تمرینونو د پلمې په توګه استفاده وکړي او داسې لمسوونکي اقدمات وکړي چې وضعیت نور خراب کړي."

د شمالي کوریا په یوه رسمي ورځپاڼه کې چې رودونګ سین مون نومېږي پرون د اګسټ شلمه پر دې پوځي مانورونو خبرې شوې وې او هغه‌یې د دښمنۍ څرګندونه بللې وه او ویلي یې دي چې دا کار کولای شي د اټمي جګړې نه کنټرولېدونکې مرحله پیل کړي.

د کوریا په ټاپو وزمه کې مخصوصاً له هغه وخته کړکېچونه ډېر شوي دي چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې دوه نړیوال بالسټیک یا لیرې واټن ویشتونکي توغندي وازمایل چې چارواکي وایي، ښایي دغه توغندي د امریکا خاوره په نښه کړای شي.

د شمالي کوریا د میزائیلو پروګرام د ملګرو ملتونو د پرېکړې سره سم بند شوی دی.

XS
SM
MD
LG