د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

ډنفورډ: چمتو یو چې د شمالي کوریا په وړاندې له شته امکانه کار واخلي


د امریکا متحده ایالات وایي، د اړتیا په صورت کې به یې پوځ د شمالي کوریا په وړاندې له ټولو ظرفیتونو کار واخلي.

دا څرګندونې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په سیول کې د جنوبي کوریا له ولسمشر سره په کتنه کې کړې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ د دوشنبې په ورځ په سیول کې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جي ان سره په کتنه کې وویل چی متحده ایالات تیار دي چې د شمالي کوریا په وړاندې د دفاع لپاره له هغو ټولو امکاناتو کار واخلي چې د دې هېواد پوځ یې په اختیار کې لري.

د امریکا د پوځ ویاند تورن داریان جمز وویل، ډنفورډ په دې ټینګار وکړ چې د شمالي کوریا د بالیسټیک توغندیو او اټمي وسلو پروګرامونه ټولې نړیوالې ټولنې ته ګواښ متوجې کړی دی.

هغه زیاته کړه، ډنفورډ ښاغلي مون ته ډاډ ورکړ چې امریکا به له خپلو متحدینو او د امریکا د خاورې د دفاع لپاره له ټولو پوځي ظرفیتونو کار واخلي.

د جنوبي کوریا د ولسمشر ویاند بیا خبریالانو ته وویل چې ډنفورډ ویلي، د شمالي کوریا په وړاندې د امریکا پوځي تیاری هله یو انتخاب دی چې ډیپلوماټیک او اقتصادي بندیزونه نتیجه ور نه کړي.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جي ان په سیول کې د خپلو لوړرتبه چارواکو په غونډه کې په دې ټینګار وکړ چې د کوریا په ټاپو وزمه کې باید بله جګړه ونه نښلي، خو د شمالي کوریا اټمي لانجه باید په سوله ییزه توګه هواره شي.

هغه زیاته کړه چې درې کلنه جګړه چې په ۱۹۵۰ کال کې پیل شوې وه، له یو میلیون زیاتو وګړو او د دغې ټاپو وزمې د ټوټه کېدو په بیه تمامه شوه.

نوموړي زیاته کړه:

"زه ډاډه یم چې د امریکا متحده ایالات به اوسني وضعیت ته په ارامۍ او مسؤلیت په داسې بڼه ځواب ووايي چې زموږ ځواب ته ورته وي."

د دغه کړکېچ په اوج کې د ولسمشر دوو لوړ پوړو چارواکو د ملي امنیت سلاکار او د «سي ای اې» مشر د یکشنبې په ورځ وویل چې نېږدې نه ده چې له شمالي کوریا سره جګړه ونښلي، خو احتمال یې تر اوسه شته.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز به د روان کړکېچ په ترڅ کې چې شمالي کوریا او متحده ایالات پر یو بل لفظي حملې کوي، روانه اوونۍ چین او جاپان ته هم ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG