د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

غني: هغوی چې لا هم جنګېږي د افغانانو د ارادې په وړاندې به ماته خوري


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغوی چې لا هم جګړه کوي او د نورو ډول ته نڅېږي، په دې باید پوه شي چې د افغان ولس د قوي ارادي پر وړاندې به ماته وخوري.

نوموړي د هرات په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د ۹۸ یمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې امان الله خان په فدا کارۍ د افغانستان خپلواکي وګټله، خو ۹۸ کلونه وروسته دا ورځ د افغانانو لپاره ښه فرصت دی چې له خپلو بریالیتوبونو او ناکامیو درس واخلي.

د ښاغلي غني په خبره، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول د امان الله خان د ملي ارمانونو د تحقق لپاره لاس په کار شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زموږ د خپلواکۍ ورځ که له یوې خوا د استقلال د ګټوونکو د درناوي ورځ ده، خو له بلې خوا معاصر تاریخ ته د بیا کتنې او له خپلو کامیابیو او ناکامیو څخه د درس اخېستلو ښه فرصت هم دی."

ولسمشر همدا راز وویل چې نور د انتظار لپاره وخت نشته او افغان ولس باید د سختیو په ګاللو د راتلونکو نسلونو لپاره د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

ښاغلي غني همدا راز د افغان امنیتي ځواکونو د مبارزې د ستاینې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه په هر حال کې له خپلې خاورې د دفاع توان لري.

د هرات په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې همدا راز د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د ۹۸ یمې کلیزې په مناسبت خاص پوځي مراسم هم تر سره شول.

په ورته وخت کې د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان محمد ناصر هدایت وویل، که امان الله خان ۹۸ کاله وړاندې د افغانستان خپلواکي وګټله، خو امنیتي ځواکونه اوس هم د لویو قربانیو په ورکولو له خپلې خاورې دفاع کوي.

ښاغلي هدایت زیاته کړه:

"د افغانستان په ملي اردو، ملي پولیسو او د ملي امنیت په ځواکونو کې زړورو افسرانو او سربازونو تل د جګړې په میدانونو کې د خپلې خاورې له استقلال او د نظام له لاسته راوړنو دفاع کړې ده."

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو ۹۸ یمه کلیزه د کابل په ګډون په یو شمېر نورو لویو ښارونو کې هم په خورا شور او پرتمینو مراسمو سره ولمانځل شوه.

ولسمشرغني هرات ته تر تګ وړاندې په کابل کې د ازادۍ پر څلي د ګلونو په اېښودولو سره د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو ۹۸ یمې کلیزې په مناسبت درناوی وکړ.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG