د امریکا متحده ایالات وايي، د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش پر مذهبي ازادۍ بریدونو ته دوام ورکوي.
په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت کلنی راپور چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، وايي چې د اسلامي دولت وسله واله ډله د بېلابېلو مذهبي او قومي ډلو د غړو په هدف ګرځولو، تېریو، تښتونو او وژنو د مذهبي ازادۍ تخریب ته دوام ورکوي.
د دې راپور پر بنسټ، غیر دولتې ډلو نه یوازې په منځني ختیځ، اسیا او د افریقا په صحرايي سیمو کې، بلکې د اوکراین په ختیځ کې هم مذهبي ازادۍ له خطر سره مخ کړې ده.
د اوکراین په ختیځ کې هغه بیلتون غوښتونکو وسله والو کنټرول لري چې روسیه یې ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د دې راپور په اړه د خبرو پر مهال، د داعش ډلې له خوا پر مذهبي ډلو بریدونو ته په اشارې وویل:
"د اسلامي دولت وسله واله ډله تر خپل واک لاندې سیمو کې په څرګنده د ایزدیانو، عیسویانو او شیعه مسلمانانو د ډله ییزو وژنو مسؤله ده.
دا ډله همدارنګه د بشریت ضد جنایاتو، د یادو مذهبي ډلو د نسل له منځه وړلو او په ځینو مواردو کې د سني مسلمانانو، کردانو او نورو اقلیتونو پر ضد د زور زیاتیو مسؤله هم ده."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادۍ په کلني راپور کې ایران ته هم ګوته نیول شوې چې د یهودیانو او بهایانو پر ضد رسمي اعلامو ته دوام ورکوي.
د راپور پر بنسټ، په ایران کې د هغو شیعه دیني عالمانو نیول هم دوام لري چې د ایران د اسلامي رژیم د پالیسو ملاتړ نه کوي.
همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا راپور زیاتوي چې د ایران حکومت د بهایانو، عیسویانو، سني مسلمانانو او نور مذهبي اقلیتونو د غړو نیولو ته دوام ورکوي.
په راپور کې ویل شوي چې د امریکا متحده ایالات له ایران سره ډیپلوماټیکي اړیکې نه لري او د دې راپور په چمتو کولو کې له عامه اعلامو، بندیزونو او نړیوالو کنفرانسونو استفاده شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن په پاکستان کې د مذهبي ازادیو په اړه وویل:
" په پاکستان کې مذهبي ازادي تر برید لاندې ده، لسګونه کسان د کفر ویلو په تور د اعدام په تمه دي او یا په عمري بند محکوم شوي، حکومت احمدي مسلمانان یوې څنډې ته کړي او د مسلمانانو د یوې مذهبې فرقې په توګه یې نه پېژني."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي، د ترکیې چارواکي هم د ځینو مذهبي اقلیتونو لکه، علوي مسلمانانو د بشري حقونو محدودولو ته ادامه ورکړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې کلني راپور کې په روسیه او د کریمیا په ټاپو وزمه کې چې روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په زور له خپل هېواد سره یو ځای کړه، هم د یو شمېر مذهبي ډلو سره د ناسم چلن یادونه شوې ده.