نړۍ
په مصر کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله ۳۶تنه مړه شوي
د مصر په شمال کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله ۳۶تنه مړه شوي دي.
چارواکو ویلي چې دې پېښه کې لږترلږه سل تنه زخمیان شوي دي.
د رېل دوه ګاډي پرون جمعه د مدیترانې پر غاړه پراته ښار الکساندریه/ اسکندریې ته نېږدې ټکر شوي دي.
د رپوټونو په حواله، یو ریل د مصر له پلازمېنې قاهرې او بل له بورسعیده د اسکندرې پر لور روان و خو په لاره کې سره ټکر شول.
د مصر دولتي ټلوېزیون د هغه هېواد د ترانسپورټ وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې د یوه ریل ګاډی ماشین خراب شوی او له حرکته لوېدلی و.
په وروستیو کلونو کې په مصر کې د رېل ګاډو داسې ټکرونه زیات شوي دي.
څلور کاله مخکې، د قاهرې په جنوب کې د یوه بس او رېل ګاډي په ټکر کې تر ۳۰ تنو زیات ملکي وګړي مړه شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ترمپ: د ایران دوهم لوی ښار د معترضانو تر کنټرول لاندې دی
د امریکا ولسمشر د پنجشنبې په ماښام د مشهد ښار د اعتراضونو یو ویډیویي راپور بیا خپور کړ او ویې لیکل: «د ایران دوهم لوی ښار د معترضانو تر کنټرول لاندې دی.»
ډونالډ ټرمپ دا راپور په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې شریک کړ او ویې لیکل: «له یو میلیون څخه زیات خلک راټول شوي دي. د ایران دوهم لوی ښار د معترضانو تر ولکې لاندې دی؛ حکومتي ځواکونو ښار پرېښی دی.»
د پنجشنبې په ماښام (۱۸ جدی) د پلازمېنې تهران ترڅنګ، د ایران په لسګونو لویو او وړو ښارونو کې خلکو پراخ او بې ساري اعتراضونه وکړل.
نیټ بلاکس وايي: په ایران کې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره پر انترنیټ بندیز لګول شوی
غیردولتي بنسټ «نیټ بلاکس» چې د سایبري امنیت او د انټرنیټ د حاکمیت وضعیت څاري، په یوه تازه راپور کې، چې تېره شپه یې خپور کړ، ویلي چې په ایران کې انټرنیټ له ۱۲ ساعتونو څخه په بشپړ ډول بند شوی.
د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، د انترنیټ له نړیوالې شبکې سره د ایران د انترنیټ ارتباط د عادي حالت یوازې ۱ سلنې ته راکم شوی دی.
نیټ بلاکس ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو انټرنیټ د پراخو اعتراضونو د ځپلو او د تاوتریخوالي په اړه د راپورونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره بند کړی دی.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکسپاڼه کې په فارسي ژبه یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت رژیم د خلکو د غږ د چوپولو لپاره انټرنیټ په بشپړه توګه بند کړی دی.
په دغه پیغام کې ویل شوي چې که څه انټرنیټ ته د ایرانیانو لاسرسی بند شوی خو د انترنیټ په شان اړیکې د انسانانو اراده نه شي بدولی. دغه مرکز د ایران خلکو ته په خطاب کې لیکلي: «نړۍ لا هم تاسو اوري او ویني.»
د سوریې دفاع وزارت په حلب کې له کورد جنګیالیو سره اوربند اعلان کړ
د سوریې دفاع وزارت د جمعې په ورځ د حلب په څو سیمو کې له کورد جنګیالیو سره تر څو ورځنیو مرګونو نښتو وروسته اوربند اعلان کړ.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، وزارت په یوه بیان کې وویل: "د استوګنې سیمو کې د پوځي نښتو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره، اعلان کوي چې د حلب د شیخ مقصود، اشرفیه او بینظیر سیمو شاوخوا به د سهار له ۳:۰۰ بجو څخه اوربند نافذ شي."
په حلب کې د سوریې حکومتي ځواکونه په تیرو څو ورځو کې د کوردانو په مشرۍ له ډیموکراټیکو ځواکونو (RDF) سره په جګړه بوخت وو، په نښتو کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
دواړه خواوې یو بل د جګړې په پیل ملامتوي.
مسکو او پاریس د لوړې کچې بندیانو تبادله وکړه
مسکو او پاریس د لوړې کچې بندیانو تبادله وکړه.
روسیې پرون پنجشنبه ( د جدي ۱۸مه) فرانسوی څیړونکی لاورېنټ ویناتیر خوشې کړ او فرانسې بیا روسی باسکیټبالر دانیل کساتکین ازاد کړ.
ویناتېر چې جینوا کې د بشري خبرو اترو د یوه مرکز سلاکار دی، د مسکو د یوې محکمې له خوا په ۲۰۲۴ کال کې د جاسوسۍ او بهرنۍ اجنټ په تور په ۳ کاله حبس محکوم شو.
فرانسې هغه مهال پر خپل دغه تبع د جاسوسۍ تور رد کړ.
روسی باسکټبالر دانیل چې د امریکا له خوا د هکرانو له یوې ډلې سره په اړیکو تورن و، تېر کال جون کې د پاریس هوایي ډګر کې د امریکا په غوښتنه ونیول شو.
نوموړي هم پر ځان لګول شوی تور رد کړی دی.
په جرمني کې د واورو او توپان څپه، ځینو ایالتونو کې ښونځي رخصت شوي
د جرمني د هوا پیژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې ددغه هیواد په ختیځ ، شمال او منځنیو سیمو کې د سختو توپانونو او واورې اټکل کړی دی.
له دغه اعلان وروسته په جرمني کې واکمن ګوند خپله کلنۍ مهمه غونډه لغوه کړه.
د جمعې په ورځ به د هامبورګ او برمن ښارونو ځیني ښوونځي ، اودغه راز د نیدرزاکسن ایالت په ځینو برخو کې ښوونځي رخصت وي او انلاین تدریس به وشي.
اروپا د سړې هوا له څپې سره مخ ده او د واورو او بادونو له کبله د فرانکفورت په هوايی ډګر کې ځینې الوتنې لغو یا ځنډمنې شوي دي.
د جرمني د ریلګاډي کمپنۍ هم له مسافرو غوښتي چې د ریلګاډو د حرکت تاخیر ته امادګي ولري.
چارواکو له خلکو غوښتي چې که ممکن وي له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.
د هوا پیژندنې اداره وايی د باد شدت به د جمعې په ورځ ترټولو لوړې کچې ته ورسیږي او وروسته به په تدریج کم شي.
د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن د ایران له اعتراض کوونکو څخه ملاتړ اعلان کړ
د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن د ایران له اعتراض کوونکو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په ایران کې نن د اعتراضونو ۱۲مه ورځ ده.
میرمن نیومن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " نن بیا خلک په ټول ایران کې سړکونو ته راوتلي، هغوی پوهیږي چې ممکن په ګولۍ وویشتل شي، خو ډېرو ته چوپتیا له زړورتیا څخه خطرناکه ده."
هغې ویلي، د ایران رژیم د خپل مشروعیت وروستۍ نښې هم له منځه وړي دي.
په ایران کې مظاهرې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د تومانو د بې ساري ټیټېدو له کبله پيل شوې چې تراوسه یې ترڅ کې لسګونه کسان وژل او ټپیان شوي دي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړ
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدی وایي، د ناامنۍ د تلپاتې حل لپاره باید د خیبر پښتونخوا د امن جرګې سپارښتنې عملي شي، او داسې ونه شي چې یوازې په یو اړخیزو پرېکړو او یا مطبوعاتي کنفرانسونو تکیه وشي.
تر دې وړاندې، د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (DG ISPR) مشر په یوه خبري کنفرانس کې په سیمه کې د پوځي عملیاتو په اړه د تحریک انصاف ګوند پر دریځ نیوکه کړې وه او ویلې یې و چې په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت په دې ایالت کې د پوځ د عملیاتو مخالفت کوي.
سهیل افریدي پرون د جنرال شریف چوهدري د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل چې امنیت د خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان ګډه موضوع ده، او د ټینګښت لپاره یوه هر اړخیزه تګلاره پکار ده، چې پکې سیاسي ګوندونه، پښتانه مشران او نور اغېزمن شخصیتونه شامل وي.
نوموړي زیاته کړه چې پرېکړې باید د شخصي ګټو پر بنسټ او یا هم د تړلو دروازو شاته ونه شي، بلکې د ټولو اړخونو او د هغوی د استازیو په ګډون د ګډو او ټولشموله تګلارو له لارې وشي.
د خیبرپښتونخوا ایالت ډیری برخې ناامنې دي.
د ایران د تومان ارزښت نورهم پسې ټیټ شو
په ایران کې پرون (چهارشنبې د جنوري ۷ مه) د اعتراضونو په یوولسمه ورځ د ډالر په وړاندې د ایران د تومان ارزښت یوه بل ریکارډ یعني ۱۴۸ زره تومانو ته ټیټ شو.
په ایران کې وروستي اعتراضونه د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایران د پیسو د ارزښت د تیټېدو له کبله پیل شول چې لا هم دوام لري.
پرون (چهارشنبې) د هرې یورو ارزښت ۱۷۳ زره او د هر بریتانیايي پونډ ارزښت ۲۰۰ زره تومانو ته لوړ شو.
د ایران په اعتراضونو کې، چې د روانې جدې په اوومه پیل شوي، تراوسه لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په پاریس کې نن تر سلو ډیرې الوتنې لغوه شوې
د واورو او یخې هوا له امله نن په پاریس کې تر دوه سوه ډیرې الوتنې لغوه شوې.
د فرانسې د ترانسپورټ وزیر فیلیپ تبروت وویل چې شاوخوا صل الوتنې د شارل دوګل او څلور الوتنې د اورلي له هوایي ډګره ترسره نه شوې.
د فرانسې په پلازمینه او شاوخوا سیمو کې عمومي بسونه هم د کنګل لارو له امله دریدلي دي.
د یخې هوا له امله په فرانسه کې د لږ تر لږه شپږ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی.
ایران یو تن اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
د ایران قضایي سیستم اسراییل ته د جاسوسي په تور د علي اردستاني په نوم د یوه تن د اعدام خبر ورکړ.
د ایران د قضاییه قویې رسنۍ، میزان نن د اردستاني د اعدام خبر خپور کړ خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې نوموړی چیرته اعدام شوی دی.
د میزان په راپور کې ادعا شوې ده چې علي اردستاني موساد استخباراتي ادارې ته د ایران حساس اطلاعات ورکړي او د اسراییل لپاره مهم کس و.
ایران له اسراییل سره په جون کې د جګړې له پیله تر اوسه اسراییل ته د جاسوسۍ په تور لږ تر لږه لس تنه اعدام کړې دي.