د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

پاکستان و افغانستان د ګډ اقتصادي کمېسیون د غونډې په جوړولو سلا شوي


پاکستان او افغانستان له دوو کلونو راهیسې د ځنډ ښکار د لوړې کچې تجارتي مذاکراتو د بيا پېلولو پرېکړه کړې او ټاکل شوې چې په راروانه سپټمبر میاشت کې د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېسیون JEC غونډه په کابل کې جوړه شي.

د پاکستان د مالیې وزارت وايي چې دا وړاندیز په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار ته په هغه لیدنه کې ورکړی چې د ګډ اقتصادي کمېسیون د غونډې په ګډون یې ورسره یو شمېر دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو خبرې کړي دي.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپور شوي بیان کې په دې اړه راغلي:

"ښاغلي اسحاق ډار د ګډ اقتصادي کمېسیون د غونډې د جوړولو د وړاندیز هرکلی وکړ او ویې ویل، د دغه کمېسیون غونډه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ زياتولو لپاره د خبرو اترو موقع برابره کړي چې دا به نه يوازې پاکستان افغانستان، بلکې سيمه ییزو همکاریو او تجارت ته هم وده ورکړي."

ښاغلي ډار همدا شان زیاته کړې، پاکستان په افغانستان کې سوله او اقتصادي پرمختګ غواړي چې په نتیجه کې به یې د دوه اړخیزو همکاریو لا ډېرې دروازې پرانېستل شي.

له تېرې څه مودې راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د شخړو او پر یو بل د تورونو د لګولو له امله نه یوازې سیاسي، بلکې اقتصادي و سوداګریزې اړیکي هم یو څه ټکنۍ شوي چې په نتیجه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هم رالوېدلې ده.

له بلې خوا بیاد اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کډ اقتصادي کمېسیون غونډې جوړولو هرکلی کوي او وايي:

"د دواړو هېوادونو اقتصاد له یو بل سره تړلی دی، دغه اقتصاد ته وده ورکول د وخت ضرورت دی او د نړۍ پر نورو هېوادونو د تکیې پرځای دواړو هېوادونو ته پکار دي چې خپل تجارت او اقتصاد ښه کړي."

د اقتصادي چارو کار پوه او خبريال مبارک زيب په دې اړه د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې وايي:

"پاکستان د افغانستان لپاره یو طبیعي مارکېټ دی او افغانستان د پاکستان لپاره، نو ښه خبره دا ده چې د دواړو ملکونو سیاسي مشران په دې باندې کار وکړي، ځکه چې په دې لړ کې ظرفیت (پوټینشل) ډېر زیات دی او تقریباً له ۵ تر ۶ بیليونه ډالرو پورې دې کې زياتوالی راتلی شي"

پاکستان او افغانستان د ګډ اقتصادي کمېسیون JEC وروستۍ غونډه د ۲۰۱۵میلادي کال په نومبر کې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه چې د افغان چارواکو له خوا په دغه مذاکراتو کې د هندوستان د شاملولو غوښتنې دغه لړۍ وځنډوله، خو اوس ښايي په راروانه میاشت کې دا لړۍ بېرته پیل شي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG