د لاسرسي لېنکونه

امريکا د کيوبا ۲ ډیپلوماټان له خپلې خاروې وايستل


امريکا د روان کال په سر کې وروسته له هغه د کيوبا دوه ډیپلوماټان له خپلې خاروې وايستل چې په هوانا کې امريکايي ډیپلوماټان په ناڅرګندو ناروغیو اخته شول.

دا خبره د بهرنیو چارو وزارت وياندې هيدر ناریت پرون د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وکړه.

دا وايي، د کيوبا ډیپلوماټانو ته د مې په درويشتمه نېټه وويل شول چې په واشنګټن کې له خپله سفارته ووځي.

دې د امریکايي ډپلوماټانو شمېر ونه وايه چې په ناروغیو اخته شوي وو او نه يې د ناروغيو جزيات ورکړل.

ناريت وويل چې د دغو پېښو په اړه یې لومړی د ۲۰۱۶میلادي کال په پای کې واورېدل.

له څو مياشتو تحقيقاتو وروسته څرګنده شوه چې د امریکايي ډیپلوماټانو په کورونو کې دننه يا دباندې داسې الې نصب شوي وې چې غږ يې نه اورېدل کېږي. چارواکو ويلي چې دا څرګنده نه‎ده چې ايا دا الې د کومې وسلې په توګه کاريدلې که يې کوم بل هدف وو.

د کيوبا حکومت پرون په يوه اعلاميه کې تائيد کړه چې په دغو پېښو خبر دی او په دې اړه يې د چټکو تحقيقاتو امر کړی دی. خو اعلاميه وايي چې د کيوبا د دوو ډیپلوماټانو ايستل نه توجيه کېدونکی او بې بنسټه عمل دی.

XS
SM
MD
LG