د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

څېړنه: جرمني ته د افغانانو د استولو د بهیر ځنډول سمه تګلاره ده


د جرمني چارواکي وایي، د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د دوی یوه ترسره شوې څېړنه ښيي چې دې هېواد ته د اکثره افغانانو د استولو د بهیر ځنډول یوه درسته تګلاره ده.

دا خبره د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ وکړه، خو ویې‌ویل چې د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ ته به دوام ورکړي چې جرم‌یې کړی وي، یا یې چارواکي د خطر پېښولو وړ وګڼي او یا هم په مکرر ډول د خپل هویت په روښانولو کې له همکارۍ ډډه وکړي.

جرمني په کابل کې د دې هېواد سفارت ته نېږدې د ټانکر بم برید وروسته چې له یو نیم سل زیات کسان په‌کې ووژل شول، په ډله‌ییزه توګه د افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ ځنډولې ده.

XS
SM
MD
LG