د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

دنیا: ټرمپ د افغانستان په اړه له خپلو سلاکارانو سختې پوښتنې کوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ او ډیپلوماسۍ په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان د نوې ستراتېژۍ په اړه له خپلو سلاکارانو سختې پوښتنې کوي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله راغلي، ولسمشر ټرمپ به په پخوانۍ بڼه د افغانستان جګړه پر مخ بو نه ځي.

د مطلب لیکوال لیکي، سپینې مانۍ په افغانستان کې تر شپاړس کلنې جګړې وروسته د خپلې تګلارې بیا ارزول پیل کړي دي چې د راپورونو له مخې د ټرمپ د ملي امنیت ډله یې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو او اېستلو په اړه په دوه برخو وېشلې ده.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ستراتېژۍ لا هم فکر کېږي، دا ستراتېژي د جوړېدا په حال کې ده او ښايي له پوره دقت ورسته د سپینې ماڼۍ له خوا اعلان شي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور د اعلانولو دقیقه نېټه یې لا نه ده معلومه.

سرمقاله لیکونکی لیکي، په دې ورځو کې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه ډېر بحثونه کېږي او ځینې دا هم وايي چې امریکا له افغانستان نه پښې سپکوي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، دا نا ممکنه ده، ځکه امریکا د افغانستان او افغانستان د امریکا لپاره ستر ارزښت لري او په سیمه کې ترهګري نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او په خپله د امریکا پر هدفونو هم بریدونه کوي.


سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ نه بلکې د هغه هېواد د دیپلوماسۍ په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړي استازي سرپرست ویلي، هېواد یې د اداري اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت له پالیسیو ملاتړ کوي.

په مطلب کې راغلي الیس ویلز د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې ویلي، د امریکا د حکومت په بدلون سره د افغانستان په وړاندې د هغه هېواد په ملاتړ او دیپلوماسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG