د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د خوست قومي مشران او فعالان: ځینو قومي دعوو کې د سیمې استخباراتي کړۍ لاس لري


په خوست کې د قومونو ترمنځ د څړ ځایونو، دښتو، غرونو او غونډیو پر سر دعوو او لانجو په یاد ولایت کې د قانون د پلي کېدو او دولتي واکمنۍ د ټینګولو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي، خو د حل لپاره‌يې لازمې هڅې نه‌دي شوي.

د خوست قومي مشران او مدني فعالان وايي، قومي دعوې چې ځیني وختونه د وسله‌والو نښتو او د ښکېلو خواوو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي، له یوې خوا ورڅخه د قومونو په منځ کې ځيني خلک د شخصي ګټو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او بل لوري ته د سیمې استخباراتي کړۍ هم په‌کې لاس لري.

دوی په دې برخه کې ځايي اداره او په ټوله کې، مرکزي حکومت هم په کمزوري مدیریت او د دعوو په حل کې په ناغېړۍ تورنوي او وايي چې حکومت تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره پرېکنده اقدام نه‌دی کړی.

د خوست د ولایتي شورا غړی عبدالولي واحدزي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل:

"قومي لانجې څو اړخه لري، یو يې قومي اړخ دی چې یو شمېر قومي مشران کوښښ کوي، خپلو خلکو ته ځانونه بریالي وښيي او د نورو خېلونو او قومونو ځمکې لاندې کړي او بل د سیمې استخبارات هم په دې مشکلاتو کې لاس لري، خو تر ټولو مهم فکټور يې د حکومت ناغېړي، ناسم مدیریت او د ستونزو په اړه د پرېکنده اقدام نه‌کول دي."

ښاغلی واحدزی زیاتوي، حکومت تل د قومي ستونزو د حل لپاره کمېسیونونه ټاکلي، خو دا ډول کمېسیونونه د ستونزو د حل پر ځای، له خلکو سلګونه لکه پیسې د مچلغې یا برمتې په نوم وړي او هغه ستونزې اوس هم نه‌دي حل شوي.

دا چې ولې د قومونو ترمنځ دعوې او لانجې نه‌حلېږي، قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼی وايي چې اوس نه د پخوا په شان د قومونو په پرېکړو کې قاطعیت شته او نه هم پوره دولتي واکمني ټېنګه ده، که نه؟ دې شخړو ته له محاکمو یا جرګې څخه په یوه‌ کې يې، حتماً حل لاره پیدا کېږي.

رسول محمد خان وویل:

"پخوا به یو څه قاطع نرخي پرېکړه کېده چې اوس دا څه نا څه کمزورې شوې دي، بل دا چې دلته د دولت له‌خوا د قانون حاکمیت کمزوری دی، که چېرې د قومي نرخونو تر څنګ دولتي واکمني قوي وی، نو دا موضوع‌ګانې حتماً یا په محکمو حل کېدې یا په جرګو ورته حل لارې پیدا کېدې، نو د دې شخړو د دوام علتونه همدا خبرې دي."

مدني فعال سلطان محمود خیرخواه په خوست کې د ځينو قومي لانجو نومونه اخلي او وایي:

"د دښتو، غرونو او غونډیو په سر، په رښتیا چې مشکل ډېر شوی. حکومت ورته لازمه توجه نه‌ده کړې، که توجه وکړي، ممکن ورته حل لارې پیدا شي، د ګربزو خپلمنځي شخړې دي، د منګلو او مقبلو قومي شخړه ده، د ورزې، ډډوالو او حيدرخېلو ترمنځ ستونزه ده، د لکڼو او کوچیانو ستونزې دي، که چېرې حکومت‌يې مخه ونه‌نیسي، نو دا مشکل نور هم ډېرېږي."

بل‌خوا د خوست والي حکم خان حبیبي د ځمکو، دښتو او غرونو په سر دعوې، لانجې او شخړې جدي ستونزه بولي او زیاتوي چې د ده ۷۰ سلنه وخت په همدې مسایلو کې تېرېږي.

ښاغلی حبیبي وايي:

"زما ۶۰ یا ۷۰ سلنه وخت په قومي جنجالونو لګېدلی، خو دا مسایل ساده هم نه‌دي، زه په دې ارتباط یو ځل بیا د مرکزي حکومت له مشرتابه، په کمال د احترام هیله کوم چې په دې کې زموږ لاسنیوی وکړي، دا یو سرحدي ولایت دی او دلته دښمن او استخباراتي کړیو ته یوه لاره دا ورپاتې ده چې د قومونو تر منځ دښمنیو او جنجالونو ته لمن ووهي."

د خوست والي یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت له مشرتابه غوښتنه وکړه چې په یاد ولایت کې دې د قومي دعوو او لانجو د اساسي حل لپاره باصلاحیته پلاوی وګماري او په دې برخه کې دې پرېکنده اقدام وکړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG