د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

افغانستان

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو پاکستان ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله

د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلې لوبغاړي

د ۱۹ کلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې افغانستان د ۲۱ منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.

پایلوبه نن سه شنبه د نومبر په ۲۶مه نېټه د کابل پر وخت سهار لس بجې د عربي متحده اماراتو په کوربتوب پیل شوه چې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه.

افغان توپوهونکو په ۵۰ اورونو کې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۵۰ منډې یې وکړې.

په دې سیالۍ کې د افغان توپوهونکو له ډلې برکت ابراهیمزي ۷۹، نظیف‌الله امیري ۵۶ او فیصل خان ۴۱ منډې وکړې.

د پاکستاني توپ اچونکو له ډلې بیا علي رضا او عبدالسبحان درې درې لوبغاړي وسوځول.

پاکستان لوبډلې د ۴۸ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۲۹ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په تفاوت یې ماتې وخوړه.

یادې لوبډلې ته هارون ارشد او شاهزیب خان نیمه سلیزې ووهلې.

د افغانستان د توپ اچونکو په ډلګۍ کې نصیر معروف خېل او نصرت نورستاني دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دغه درې اړخیزې سیالۍ چې د نومبر په ۱۳مه نېټه د افغانستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو په ګډون پیل شوې وې، تر ۷ سیالیو وروسته د افغانستان په اتلوۍ پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې افغان لوبغاړی فیصل خان مخکښ منډه جوړونکی شو، هغه د دوه سلیزو پر مټ په پنځو سیالیو کې ۳۶۷ منډې وکړې.

دغه راز بل افغان لوبغاړی نصیر معروف خېل بیا په ۵ سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۱۲ ویکټې واخیستې.

د یادو درې اړخیزو سیالیو تر پای ته رسېدو وروسته به د افغانستان نولس کلنه لوبډله د ۱۹ کلنو ځوانانو په اسیا جام کې ګډون کوي چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیلېږي.

د ویلو ده چې د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې به افغانستان له بنګله‌دېش، سریلانکا او نیپال سره سیالۍ کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ څلورم پړاو په هرات کې پیلېږي

ارشیف: په هرات کې د فوټبال له مخکېنیو سیالیو یو انځور
ارشیف: په هرات کې د فوټبال له مخکېنیو سیالیو یو انځور

ټاکل شوې د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ څلورم پړاو نن جمعه په هرات ولایت کې پیل شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ به د هرات د موج ساحل او سرخ پوشان هرات لوبډلې او په دویمه لوبه کې به د هرات د صرافانو او د کندهار د عینو مېنې ټیمونه سره مخامخ شي.

دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ درېیم فصل د جون په میاشت کې په کابل کې شوی و.

رینا امیري: طالبانو د جنسیتي تبعیض پالیسۍ ته په افراطي ډول زور ورکړی

د افغان ښځو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له لوري د نجونو پر طبي زده‌کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانانو غوښتنو او د نړیوالو فشار ته غوږ نه دی نیولی او د جنسیتي تبعیض پالیسۍ ته یې په افراطي ډول زور ورکړی.

دې همداراز ویلي چې طالبانو نجونې او ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له حضوره منع کړي او حتي دا اجازه یې ورڅخه اخیستې چې په لوړ غږ د خلکو په وړاندې خبرې وکړي.

امیري په یوه پیغام کې، چې تېره شپه یې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړی، د طالبانو نوې پرېکړې ته په اشارې لیکلي: "دا نوې تګلاره چې ښځې او نجونې له طبي انستیتیوتونو څخه منع کوي، د ښځو ژوند ته بشپړ ګواښ دی، ځکه چې هغوی له روغتیايي خدمتونو، او په تیره بیا میندې د ژوند ژغورنې له طبي پاملرنې څخه محروموي. دا غیرانساني او له منطق څخه لرې کار دی چې ښځو ته د طبي زده‌کړو اجازه ورنه‌کړي او ښځې او نجونې د نارینه ډاکترانو له‌خوا له درملنې څخه هم منع وي. دغه تګلاره په هرې مور، هر نا زیږېدلي ماشوم—که هلک وي که نجلۍ—او د افغانستان په راتلونکي باندې اغېزه لري."

د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال وزیر د دوشنبې په ورځ د خصوصي طبي انستیتیوتونو ريیسانو ته اعلان وکړ چې د دوی مشر امر کړی چې نور طبي انستیتیتونه د نجونو پر مخ بند کړي.

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تازه مالي مرستو هرکلی وکړ

د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایف‌پي (WFP) له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تازه مالي مرستو هرکلی وکړ.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون په یوه بیان کې وویل، مالي مرسته به له محلي پرګنو سره مرسته وکړي چې طبیعي خطرونو ته چمتو شي او د اقلیم د بدلون د ویجاړوونکو اغېزو په وړاندې مقابله وکړي.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمن شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې سږ کال د سېلابونو له امله له ۱۶۰زرو ډېر کسان اغېزمن شوي، نږدې ۲۰ زره کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

طالبان: پولیسو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې سلګونه افغانان نیولي

ارشیف: پاکستانیو پولیسو افغان کډوال نیولي
ارشیف: پاکستانیو پولیسو افغان کډوال نیولي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په وروستیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې سلګونه افغانان نیول شوي دي.

دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلام‌اباد کې د طالبانو له‌خوا د کډوالو لپاره ګمارل شوي اتشه ویلي، چې په دغه ښار کې ۸۰۰ افغانان نیول شوي دي.

وړاندې راغلي چې د نیول شویو افغانانو د شمېر په باب معلومات پاکستاني چارواکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ته سپارل شوي او غوښتنه شوې چې دوی باید خوشې شي.

تېره اوونۍ د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو له اعتراضونو وروسته د پاکستان چارواکو وویل چې ځینو افغان وګړو هم په دغو مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

د اسلام‌اباد د پولیسو قوماندان سید نصیر علي رضوي ویلي چې په شاوخوا زرو نیول شویو کسانو کې ۵۶ یې افغانان وو.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د دې اوونۍ په لومړیو کې ویلي وو چې افغان کډوال د پاکستان په سیاسي فعالیتونو کې دخیل نه دي.

محمد صادق بیا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکل شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی محمد صادق خان چې اوس بیا په همدې دنده ګمارل شوی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی محمد صادق خان چې اوس بیا په همدې دنده ګمارل شوی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازي محمد صادق بیا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د ډسمبرپه ۴ په یوه بیان کې ویل شوي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د هغه ټاکنه منظور کړې او سمدستي به دغه دنده پیلوي.

نوموړي تردې مخکې د ۲۰۲۲م د مې نه د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې د افغانستان لپاره د پاکستان د صدراعظم د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.

له هغه مخکې، صادق د ۲۰۰۸ نه تر۲۰۱۴م کال پورې د افغانستان لپاره د پاکستان د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

پاکستان د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی داسې مهال ټاکي چې اسلام‌آباد پرافغانستان له واکمنو طالبانو سره په اړیکو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

اسلام‌آباد طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پآکستان د وسله‌والو پر ضد چې د افغانستان له خاورې په هغه هېواد کې بریدونه ترسره کوي، جدي اقدام نه‌دی کړی، خو طالبان بیا دغه تورونه ردوي او وایي پاکستان دې د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو ملامتي پر نورو نه اچوي.

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله شپږ کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي

عملیات نجات برای غرق شده‌ها.
عملیات نجات برای غرق شده‌ها.

د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، نن سهار پنجشنبه د ډسمبر پنځمه یو لنډکروزر موټر د امو په سیند کې لوېدلی چې په کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پنځو قربانیانو جسدونه تراوسه نه دي موندل شوي.

په تېرو دوو اوونیو کې بدخشان ولایت کې دا درېیمه مرګونې ترافیکي پېښه ده.

په تېرو دوو پېښو کې د کوکچې په سیند کې د دوو موټرو د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي چې د اتو کسانو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.

طالبانو د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو دفاع کړې

ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه
ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌‌‌‌المنکر وزارت د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو دفاع کړې او د دې تلوېزیون خپرونې یې "د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو" سره په ټکر کې بللي دي.

د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف او نهی عن‌‌‌‌المنکر وزارت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د آرزو په نوم د خصوصي تلوېزیون پر دفتر یرغل وروړ دا دفتر یې وتاړه او د دې تلوېزیون اووه کارکوونکې یې له ځان سره بوتلل.

نن پنجشنبې د طالبانو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت پر خپله ایکس‌پاڼه د دې تلوېزیون د تړل کېدو په اړه ویلي: "د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو پرېکړه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده."

خو د بیان د ازادۍ او رسنیو د ملاتړ سازمانونو او فعالانو د طالبانو له‌خوا د ارزو تلوېزیون تړل د طالبانو د حکومت د هغو هڅو د لړۍ بله کړۍ بللې چې په هېواد کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې او تر دې مخکې یې یو شمېر نورې رسنۍ هم تړلي دي.

په دې لړ کې د افغانستان د خبریالانونو د مرکز د چهارشنبې په ورځ د ارزو تلوېزیون تړل د رسنیو او خبریالانونو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغه مرکز پرون په یوې اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر دغې رسنۍ لګول شوي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې، دفتر دې خلاص او خبریالان دې يې راخوشې کړي.

د اسټراليا کرکټ‌بورډ يوځل بيا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې پر ځینو لوبو د بندیز دفاع وکړه

د اسټراليا او افغانستان کرکټ لوبه
د اسټراليا او افغانستان کرکټ لوبه

وروسته له هغې چې د کړکټ نړیوالې شورا مشر د اسټرالیا لوبډله په ریاکارۍ تورنه کړه، د اسټرالیا کرکټ‌بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې پر ځینو لوبو د بندیز دفاع وکړه.

د فرانس‌پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې، د نړیوالې شورا مشر ګریګ بارکلي د پنج‌شنبې په ورځ وویل، که استرالیا غواړي سیاسي پیغام واستوي، نو بیا دې په نړیوال جام کې هم د افغانستان په وړاندې نه لوبېږي.

خو د اسټرالیا د کرکټ‌‌‌بورډ مشر مایک بیرډ نن (د ډسمبر ۵مه) وویل، هغه پر هغه دریځ ډېر ویاړي چې دوی خپل کړی دی.

په وروستیو کلونو کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې د طالبانو له‌‌‌خوا د ښځو پر ورزش د بندیز له امله د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره له دوه اړخیزو سیالیو ډډه کړې، خو د نړیوال جام په‌‌‌څېر په مهمو سیالیو کې یې د افغانستان پر وړاندې لوبې کړې دي.

نن د افغانستان د سړو سيمو ښوونځيو کې د کلنيو ازموينو وروستۍ ورځ ده

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

نن د افغانستان په سړو سیمو کې د څلورم نه تر دولسم ټولګیو د زده‌‌کوونکو د کلنۍ ازموینې وروستۍ ورځ ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي چې، د ازموینو پر مهال "قوانین او مقررات" مراعات کړي.

افغانستان کې د شپږم ټولګي نجونې په مایوسۍ سره دې ازموینه کې ګډون کوي، ځکه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده‌‌کړو منع کړي دي.

طالبانو له تېرو درې کالونو راهیسې په‌‌دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او کورنیو نیوکو او فشارونو سربېره هم تر اوسه خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

يونېسف د افغان ماشومانو لپاره د څه باندې يو ميليارد ډالرو مرستو غوښتنه کړې

افغان ماشومان
افغان ماشومان

د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې د افغانستان لپاره د راتلونکې کال په ترڅ کې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.

د یونېسف اجرایوي مشرې کاترین رسل پرون په یوه بیان کې وویل، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې داسې اټکل کوي چې، د نړۍ په ۱۴۶هېوادونو او سیمو کې به دوه سوه دیارلس میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا ولري.

د همدې لپاره یونېسف د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه نهه میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې ده، چې له‌‌دې جملې څه باندې یو میلیارډ د افغان ماشومانو لپاره ورپسې تر ټولو ډېره مرسته د سوډان، بیا د کانګو او ورپسې د فلسطنیانو او لبنانیانو لپاره غوښتل شوې ده.

یونېسف په ۲۰۲۴ کال کې د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه درې میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG