د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۱

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د کتنې چمتووالی نیسي


د امریکا او روسيې د بهرنیو چارو وزیران په مانیلا کې د یوې سیمې ییزې غونډې په حاشیه کې، له یو بل سره کتنې ته چمتووالی نیسي.

ریکس ټېلرسن او سرګي لاوروف په داسې حال کې له یو بل سره ویني چې د واشنګټن او مسکو اړیکې سختې کړکېچنې شوې دي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د فيلپین مرکز ته رسېدلي او د روسي چارواکو په وینا، دوی به د کوریا د ټاپو وزمې، سوريې او منځني ختیځ د مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د متحدایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې اګسټ میاشتې په درېیمه پر ټوېټر لیکلي وو چې د امریکا او روسيې اړیکې تر بل هر وخت زیات خطرناک حالت ته رسېدلې دي.

په مانیلا کې دوه ورځنۍ سیمه ییزه غونډه نن یکشنبه پیلېږي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د روسيې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به په کوم وخت کې سره وویني.

XS
SM
MD
LG