د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۲

چین: هند دې له لانجمنې سرحدي سیمې خپل ځوانه وباسي


چین یو ځل بیا پر هند غږ وکړ چې د همالیا د غرونو په لړۍ کې له لانجمنې سرحدي سیمې خپل ځوانه وباسي.

دوکلام د همالیا د غرونو په لړۍ کې هغه سیمه ده چېرته چې هند، چین او بهوټان ګډه پوله لري.

هند وروسته تر هغې دوکلام سیمې ته سرتیري واستول چې بهوټان شکایت وکړ چې چین د دغه هېواد پر خاوره سړک جوړوي.

چین ادعا کوي چې دوکلام د تبت سیمې چې بیجینګ يې د ملکیت دعوه کوي، برخه ده.

XS
SM
MD
LG