د نړۍ د فوټبال پیژندل شوی ستوري نیمار بارسلونا پرېښوده او پاریس ته ولاړ.
هغه له بارسلونا څخه په ۲۶۳ میلیونه ډالرو اخېستل شوی دی.
نیمار د جمعې په ورځ پاریس ته ولاړ او تمه ده د فرانسې د فوټبال لیګ یوه مخکښ ټیم پاریسنټ جرمن ته د ۲۰۲۲ کال تر جون پورې لوبې وکړي.
نیمار د سلوا سانتوس جونیور ۲۵ کاله عمر لري او د ۲۰۱۳ او څوارلسم کلونو لیګ لپاره بارسلونا پیرلی و چې له هغه وخت یې ده ټیم ته ۱۰۵ ګولونه ترسره کړي و.
نیمار په بارسلونا کې د نړۍ د بل ستوري لیونل مسي تر څنګ په اتلولیو کې خورا زیات رول درلود.
نیمار یوازینی ستوری لوبغاړی دی چې د بارسلونا لپاره یې په کوپا دلې رېسیالیو کې په درېیو پایلوبو کې ګول وهنې کړي دي.
ګڼ نور ویاړونه هم له بارسلونا سره د لوبو په وخت نیمار ترلاسه کړي دي.
نیمار به په خپل نوي ټیم کې چې اوس وخت د نړۍ تر ټولو لوړه بیه باندې اخېستل شوی د اوونۍ پنځه نیم لکه یورو معاش واخلي.
که څه هم د نیمار تکړه ملګرو هغه ته په خپل نوي ټیم کې د بریا هیله کړې خو بارسلونا او لالیګاه یې دومره په اسانۍ پرېښودونکی هم نه دی.
داسې رپوټونه شوي چې بارسلونا او لالیګاه به د هغه د دومره لوی قیمت په اړه چې ایا د اروپايي ټولنې د فوټبال فدراسیون له مالي مقرراتو په کې سرغړونه شوې که څنګه پوښتنې وکړي.