د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، دا چې تر اوسه د سیمې په اړه د امریکا تګلاره نهده اعلان شوې علت یې د یوې اغېزمنې ستراتیژې رامنځته کول دي.
دغه چارواکي له نوم ښودنې پرته ازادي راډیو ته وویل چې اعلان کېدونکې تګلاره به یوزاې د افغانستان نه بلکې د سیمې لپاره هم وي.
دا چې د سیمې په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې پر پاکستان او ایران چې له ترهګرو څخه د ملاتړ ګوته ورته نیول کېږي فشارونه هم شامل دي که نه یاد چارواکي یې په اړه څه ونه ویل.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا نوې تګلاره د جولای د میاشتې تر نیمايي اعلان شوې وای.
څه موده وړاندې کابل ته د جان مککېن په مشرۍ د امریکايي سناتورانو راغلي پلاوي هم په افغانستان کې د امریکا ستراتیژۍ ناکامه بللې وه او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د وضعیت د کابو کولو لپاره ژر خو اغېزمنو اقداماتو ته اړتیا ده.
د افغانستان دفاع وزارت هیله مندي ښيي چې د سیمې په اړه د امریکا د تګلارې په عملي کولو سره به تر ډېره د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"که د سیمې په اړه د امریکا تګلاره او د ترهګرۍ پر وړاندې د نړۍ مبارزه عملي شي نو موږ ډاډه یو چې په افغانستان او سیمه کې سوله ټینګدای شي."
دفاع وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
له دې ټولو سره – سره د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیمار وايي، امریکا باید په نوې تګلاره کې پر پاکستان او ایران خپل فشارونه زیات کړي.
ښاغلي مسلمیار د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پر پاکستان او ایران له فشار پرته به د امریکا نوې تګلاره هم بریالۍ نهشي.
دی وايي:
"د سیمې په اړه د امریکا په تګلاره کې باید پر پاکستان او ایران فشار راوړل او همدا راز د افغانستان د حکومت او نظام ملاتړ د دوی په لومړیتوبونو کې وي."
د ازادي راډیو د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا په نوې تګلاره کې دغه مسایل په پام کې ونه نیسي نو بیا فکر کوئ چې اغیزمنه به وي؟
ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:
"بیا به هم جنګ دوام کوي او د دې جنګ دوام د هېچا په ګټه نهدی او بیا به دا یوه ناکامه پالیسي وي."
د مسلمیار په خبره د امریکا په ګډون د ناټو نور غړي هېوادونه هم باید د افغانستان وضعیت ته په کتو له افغان ځواکونو سره هر اړخېزې مرستې وکړي څو دغه ځواکونه د ګواښونو د دفع کولو بشپړ توان پیدا کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس