د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۰۰

پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر له ۱۰۰ واوښت


په دې وروستیو کې په پاکستان کې د مونسون یا پشکال د بارانونو له امله ډېری سیمو کې سیلابونه راوتي چې د چارواکو په خبره په تېره یوه میاشت کې لسګونه کسان وژلي او سلګونه یې ټپیان کړي دي.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي ادارې NDMA د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپل تازه راپور کې ویلي چې دغو مونسوني بارانونو د تېرو ۵ اوونیو په اوږدو کې د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون په ټول پاکستان کې لږ تر لږه ۱۰۹ کسان وژلي او ګڼ شمېر یې ټپیان کړي دي.

د دغه ادارې د راپور له مخې، مونسوني بارانونو او سیلابونو په یو شمېر سیمو کې پر ځاني زیان سربېره خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي او ګڼ شمېر کورونه او دولتي ودانیو ته یې زیان رسولی دی.

د NDMA د راپور له مخې، سږنیو موسمي بارانونو او سیلابونو له امله په وژل شویو ۱۰۹ کسانو کې ۱۴ ښځې او ۳۱ ماشومان هم شامل دي او کاږي، دغو بارانونو تر دې دمه پر خېبر پښتونخوا سربېره په ډېری سیمو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۴۸ کسان ټپیان کړي هم دي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه‎دي ویلي.

دغه راپور مخکې کاږي:

"په تېرو ۵ اوونیو کې مونسوني بارانونو او سیلابونو له امله په وژل شویو ۱۰۹ کسانو کې د خېبر پښتونخوا ایالت ۲۲، د سند ۶، د بلوچستان ۲۶، د پاکستاني کشمیر ۴، د قبایلي سیمو ۱۶ او د پنجاب ایالت تر ټولو زیات ۳۱ کسان شامل دي."

د راپورونو له مخې، په تېرې اوونۍ کې د پشکال موسمي بارانونو تر ټولو زیات زیان خېبر پښتونخوا ایالت کې اړولی او د دې ایالت په شبقدر او ورڅېرمه کلیو کې سیلاب راوتی و چې د سیمې پر کورونو او دوکانونو سربېره یې ځینې دولتي ودانۍ او ښوونځي ښوونځيو ته هم زیان رسولی دی.

د دغې سیمې اسېدونکي وايي چې د سېلاب اوبه یې کورونو ته ننوتي او شکایت کوي چې حکومت په دې لړ کې پر وخت لازم اقدامات نه کوي نو دوی مجبور دي چې په‎خپل مټ له کورونو او دوکانونو څخه د سیلاب اوبه وباسي.

د شبقدر بازار یو تن سوداګر په دې اړه د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې وايي:

"داسې اوبه راغلي، دا زموږ دوکان ته مخامخ وګوره، دا زموږ دوکان دي، دا ګاډي مو خراب ولاړ دي، نه سټارټ کېږي، مستري خانو ته یې نه شو وړلای، په دوکان مو دغه حال دی، بېلچې مو راخیستي دي، اوبه راځي او موږه یې شړو."

د قدرتي افتونو د قامي ادارې د راپور له مخې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پشکال بارانونو پر ځاني زیان سربېره مالي زیان هم اړولی او کاږي چې تردې دمه یې ۲۸۷ ودانیو ته هم زیان رسولی چې په دې کې ښوونځي او نورې دولتي ودانۍ هم شاملې دي.

په پاکستان کې هر کال د جولايي میاشت په پیل کې د مون سون یا پشکال د بارانونو لړۍ پیلېږي چې د قبایلي سیمو په ګډون په‎کې په بېلابېلو سیمو کې سیلابونو راوځي او ګڼ شمېر خلکو ته مرګژوبله اړوي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې په ۲۰۱۰میلادي کال د مونسوني بارانونو له امله سخت سیلابونو راغلي وو چې په ټول هېواد کې یې سلګونه کسان وژلي، تر ۲ میلیون يې زیات یې اغېږمن کړي، زرګونه جریبه تیار فصلونه يې له منځه وړي او د دې هېواد نېزدې ۲۰ فیصده ځمکه یې لاندې کړې وه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG