د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

هرات کې چاودنو تر ۲۰ زیات کسان وژلي


د سې شنبې په ماښام د هرات د ښار په یو جومات کې چاودنو تر ۲۰ زیات کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‎زاده ازادي راډیو ته وویل، دوه تنه د چاودیدونکو موادو سره د هرات ښار د بکر‎اباد سیمه کې د "جوادیه" په نوم د شعیه‎ګانو یو جومات ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو له ډزو وروسته یې پر ځانونو پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"یو کس لومړی جومات ته ننوتی و او د لمونځ کوونکو صفونو کې یې ځای نیولی و. دوېیم بریدګر چې جومات کې و، پر لمونځ کوونکو یې ډزې کړې وې لومړني جومات کې چاودنه وکړه. تر اوسه د پېښې څرنګوالی لا هم ډېر روښانه نه‎دی."

د هرات د حوزوي روغتون مسؤل ډاکټر محمد عارف شهرام تېره شپه له پېښې وروسته خبریالانو ته د پېښې له ځایه روغتون ته د وړل شویو او ژوبل شوېو د شمېر په اړه وویل:

"د تلفاتو شمېر، البته ابتدايي شمېر دا دی چې تر ۲۰ زیات کسان په دې برید کې شهیدان شوي، تر ۳۰ زیات ټپیان په روغتون کې راجسټر شوي چې د ۱۰ ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‎دی."

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وايي، تېره شپه له دې پېښې وروسته د جوادیه جومات او د هرات د حوزوي روغتون شاوخوا په زرګونو د هرات اوسیدونکي راټول شوي وو.

راټولو شویو خلکو افغان چارواکي د دا ډول پېښو په مخنیوي کې په پاتې راتلو ملامتول او د حکومت پرضد یې شعارونه ورکول.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د شپې له‎خوا د هرات پر ښار هلیکوپټرو الوتنې کولې او د پېښې په سیمه کې له پېښې وروسته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

دا په هرات کې پر یوه جومات لومړی برید نه‎دی، بلکې تر دې مخکې هم په دې ولایت کې پر جوماتونو او د خلکو د راټولېدنې پر ځایونو بریدونه شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني تېره شپه په یوې اعلامیې کې دا برید غندلی او ویلي یې دي:

"تروریستان پر ملکي وګړو، جوماتونو، تکایاو او ټولو مقدسو ځایونو د بریدونو په ترسره کولو سره خپل اسلام ضد ماهیت په ډاګه کوي."

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له خولې د دې برید په اړه وړاندې ویل شوي:

"افغانستان د ګډ مذهبي ژوند غوره بېلګه ده، ځکه زموږ هېوادوالو او د بېلابېلو مذهبونو پیروانو تل په سوله‎ییزه او د ورورولۍ فضا کې یو د بل ترڅنګ ژوند کړی او تروریستان نه‎شي کولی د دغه وړ جنایتونو په ترسره کولو سره د دوی په منځ کې مذهبي نفاق رامنځته کړي."

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخېستی خو تر دې مخکې د یو لړ هغو بریدونو پړه د داعش په نوم وسله‎والې ډلې منلې چې په کې د افغانستان شیعه مسلمانان هدف ګرځول شوي وي.

  • پخواني معلومات:

د هرات د مرکزي روغتون مشر وايي چې پر بکراباد جومات له انتحاري حملې څخه دوی ته تر شلو زیات مړي او ۳۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

محمد عارف شهرام په هرات کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې مرګ ژوبله کېداسي تغییر وکړي.

  • پخواني معلومات:

شېبه وړاندې د هرات ښار په بکراباد نومې جومات کې انتحاري حمله شوې ده،

د هرات امنیه قوماندان محمد ایوب انصاري د یاد خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکي دوه تنه وو چې یوه یې لومړی انتحاري حمله کړې او دوهم کس یې پر خلکو ډزې پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې یاده پېښه مرګ ژوبله لري خو د کره ارقامو په اړه یې ناخبري وښوده.

د نورو رسنیو د راپورونو له مخې په دې حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

تر دامهاله د پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په دې اړه نور جزئیات وروسته...

XS
SM
MD
LG