کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د امریکا او افغانستان تر منځ پر بېلابېل مسایلو مطالب شامل دي.
سرخط خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړی، اوسپنه ګرمه ده خو که حکومت ګذار وکړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر مخکښ سناتور جان مککېن د متحده ايالاتو د سنا جرګې ته د افغانستان په اړه يوه طرح وړاندې کړې ده چې له مخې به يې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په هدف پر پاکستان، ډیپلوماټیک، پوځي او اقتصادي فشارونه راوړل کېږي.
په سرمقاله کې راغلي، دا طرح نه يوازې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په هدف جوړه شوې، بلکې لويه برخه يې په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو پر ضد د ترهګرو د بريدونو او جګړو کمزوري کولو ته هم ځانګړې شوې ده.
سرمقاله لیکونکی لیکلي، تېر ته په کتو، که څه هم تر اوسه پورې د ښاغلي مککېن کمې طرحې د امريکا د کانګرس له خوا رد شوې دي، خو د اوسنۍ هغې د وړاندې کولو پر مهال بايد د افغانستان حکومت هم ځينې اقدامات وکړي.
سرمقاله وايي، نن په امریکا کې سفارت تر پخوا ښه شوی، ځوانان تللي، له امريکايانو سره په خبره پوهېږي، وړتيا او استعداد لري، بايد حکومت کار ورڅخه واخلي.
هغوی بايد وهڅول شي چې په دې ورځو کې د سنا له بېلابېلو غړيو سره کښېنې ويې پوهوي چې د مککېن دغه طرحه تائيد کړي، ډاډه يې کړي چې پاکستان مردارې هګۍ جنګوي او په دې توګه، د افغانستان پر ګټه، پر توده اوسپنه يو خوندور ګذار وکړي.
د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله لیکونکی بیا لیکي، امریکا د افغانستان د امنیتي، دفاعي او ستراتېژیک ملګري په توګه هڅې کوي چې د افغانستان د ګڼو پرمختیايي پروژو او د سیاسي او اقتصادي ملاتړ تر څنګ د افغان پوځ د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
د سرمقاله لیکونکي په باور امریکا په دې اړه ځانګړي پلانونه تر لاس لاندې لري چې په خبره یې د افغان هوايی ځواک پیاوړي کول هم په کې شامل دي.
افغانستان ما، خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې ناټو د افغان هوايي ځواک ستاینه کړې.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې ناټو وايي، افغان هوايي ځواک په روان کال کې تر زرو زیات هوايي عملیات کړي دي.
د مطلب لیکونکی لیکلي په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند دا هم ویلي چې افغان ځواکونو د ولسوالیو په له لاسه ورکولو کې خپله حوصله له لاسه ورنه کړه او په مېړاه یې ځینې هغه بېرته خپلې کړې.