د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۷

ملي ارمان: د پاکستان نوم د ترورېزم د ملاتړو لېست کې لیکل کافی دي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان، سیمې او نړۍ کې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله یو مقاله کې پوښتلي چې، ایا د پاکستان نوم یوازې د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو په لېست کې لیکل کافی دي؟

په مقاله کې راغلي چې پاکستان د لسګونو تروریستي ډلو ملاتړ کوي او افغان حکومت تل په دې اړه خپل غږ پورته کړی، خو د لیکونکي په وینا دې نارو سرو ته کمه پاملرنه نه ده شوې او په افغانستان کې د جنګ د دوام لامل هم دې برخې ته د ځینو هېوادونو بې پامي ده.

په مقاله کې راغلي، که نړیواله ټولنه د ترورېزم د ملاتړ کوونکو هېوادونه دوکه ونه خوري د ترورېزم د کمزورتیا او ختمولو لپاره هیلې کېدای شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، امریکا دې د روسیې، ایران او شمالي کوریا په شان له پاکستان سره هم سخت چلند وکړي.

په سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیل زاد په حواله لیکلی شوي چې امریکا باید پاکستان سره د ترهګرو د روزورنکي هېواد په توګه سخت چلند وکړي، په هغه هېواد کې د تروریستانو ځالې په نښه او له منځه دې یوسي.

د سرمقاله لیکونکي په باور که امریکا غواړي چې په افغانستان کې بایللې جګړه وګټي نو د روسیې، ایران او شمالي کوریا په شان دې له پاکستان سره هم سخت چلند وکړي.

اصلاح ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپلې پرونۍ ناسته کې د نړۍ په کچه د ترورېزم په وړاندې د مبارزې وضعیت و ارزولو.

په سرمقاله کې راغلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل په دغه ناسته کې د ترورېزم په وړاندې شوې مبارزه کافي ونه بلله ویې ویل چې د تروریستانو ځالې نه یوازې دا چې له منځه نه دي وړل شوي بلکې پراخې شوې هم دي.

سرمقاله وايي، ښاغلي صیقل وویل چې تروریستان له پاکستانه راځي او په افغانستان کې ورانکاري اعمال تر سره کوي.

سر مقاله لیکونکی د ښاغلي صیقل په حوال دا هم لیکلي چې نړیوالې ټولنې د ترورېزم په وړاندې پڅ عمل کړی او کومې هڅې چې له دې ادرسه په یاده برخه کې شوي په هېڅ ډول بسنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG